په تاجکستان کې د چین سفارت د جمعې په ورځ د (نومبر ۲۸مه) وویل چې د تاجکستان او افغانستان ترمنځ په سرحدي سیمه کې د وسله وال برید له امله درې چینایي اتباع وژل شوي او یو بل چینایي تبعه ټپي شوی دی.
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې برید د افغانستان له خاورې ترسره شوی او قربانیان یې د تاجکستان د ختلان ولایت د شمس الدین شاهین په سیمه کې د کانونو د استخراج د یوې کمپنۍ کارمندان وو.
د بیان له مخې، په دې برید کې، چې د چهارشنبې په ورځ وشو، یو لاسي بم په "ډرون" کې لیږدول شوی و.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت دا پېښه وغندله او ویې ویل: "په دې پېښه کې داسې کړۍ ښکېلې دي چې هڅه کوي د سیمې د هېوادونو ترمنځ ګډوډي، بې ثباتي او بې باوري رامنځته کړي."
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د پنجشنبې په ورځ نومبر ۲۷مه د خپل هیواد اتحاد یې "د جنوبي سرحدونو لومړۍ کرښه" وبلله او د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د سرحدي امنیت د پیاوړتیا پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د افغانستان کنټرول په لاس کې واخیست، تاجکستان په مکرر ډول د منځنۍ آسیا هیوادونو ته د ناامنۍ د خپریدو په اړه اندیښنه څرګنده کړې او په افغانستان کې میشت ترهګره او جرمي ډلې، په ځانګړې توګه د اسلامي دولت ډله (داعش) د خراسان څانګه یې د دې کړنو مسوله بللې ده.
که څه هم تاجکستان په تیرو څو کلونو کې په دوامداره توګه په افغانستان کې د طالبانو واکمني د منځنۍ آسیا سیمې د ثبات لپاره ګواښ بولي، خو په وروستیو میاشتو کې د دواړو خواوو چارواکو د کړکېج د کمولو لپاره یو لړ تماسونه نیولي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت درې ورځې وړاندې وویل چې د بدخشان د طالبانو د والي او د طالبانو د سرحدي ځواکونو د یوه جګپوړي قوماندان په مشرۍ یو پلاوی تاجکستان ته سفر کړی ترڅو د سرحدي امنیت د ښه کولو په اړه خبرې وکړي.
دوه اونۍ وړاندې، د تاجک ډیپلوماتانو او لوړ پوړو امنیتي چارواکو یوه پلاوي په کابل کې د طالبانو له چارواکو سره ولیدل.
د طالبانو تر کنترول لاندې د باختر خبري اژانس په وینا، په دې څو ورځنۍ غونډه کې د ډیپلوماتیکو او اقتصادي همکاریو او همدارنګه د سیمه ایز امنیت په اړه بحث وشو.
طالب چارواکو ویلي، د اکتوبر په وروستیو کې، د بلخ ولایت د طالبانو والي تاجکستان ته سفر کړی او د هیواد د استخباراتو له مشر سره یې د سرحدي امنیت او د پولې په اوږدو کې د وسله والو ډلو او اورپکو د تګ راتګ د مخنیوي په اړه خبرې کړې دي.
د تاجکستان د ختلان ولایت د شمس الدین شاهین سیمه د افغانستان د بدخشان ولایت سره پوله لري، چیرې چې اکثره وخت د مخدره توکو قاچاق وړونکي او افراطي ډلې تګ راتګ کوي.
یو کال وړاندې، د شمس الدین شاهین په سیمه کې په یوه وسله وال برید کې یو چینایي وګړی ووژل شو او پنځه نور چیناییان ټپیان شول.
تاجک چارواکو هغه وخت ویلي وو چې دا برید د هغو وسله والو کسانو لخوا شوی چې له افغانستان څخه دې سرحدي سیمې ته ننوتلي وو.