طالبانو په افغانستان کې شاوخوا ۱۵ کسان په عام محضر کې په درو وهلي

طالبانو په عام محضر کې خلک په درو وهلي دي

د طالبانو ستره محکمه وايي چې په کابل، لوګر، خوست، کندز او دایکندي ولایتونو کې یې لږ تر لږه ۱۵ کسان د «زنا او لواطت» په تور محکوم او په عام محضر کې په درو وهلي دي.

د طالبانو حکومت سترې محکمې ته منسوب په ایکس شبکې کې لیکل شوي دي، چې په دغو کسانو کې ځینې ښځې هم وې، چې د دوی د محاکمو له لوري محکوم او «تعزیرې سزاوې» ورکړل شوې.

په دوی کې شپږ کسان په کابل کې، اووه په خوست، درې په لوګر او دوه-دوه په دایکندي او کندز ولایتونو کې وو.

د افغانستان داخلي رسنۍ وایي چې دغو کسانو ته د سزا ورکولو په وخت کې سلګونه کسان د دوی لیدو ته راټول شوي وو.

طالبانو، په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له بیا رسېدو وروسته په عام محضر کې خلکو ته سزاوې ورکول پیل کړي، د طالبانو حکومت ادعا کوي، چې دوی د «شرعیت په اساس» خلکو ته سزاوې ورکوي.

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نورو مدافع سازمانونو له طالبانو غوښتي، چې خلکو ته په عام محضر کې سزاوې ورنه کړي او دا ډول سزاګانې یې غندلې دي.