د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت وايي، پاکستاني پوځیانو د چهارشنبې په ورځ د پکتیکا ولایت په انګور اډه کې پر بازار، د کمیسارۍ پر دفتر او نږدې امنیتي تاسیساتو د ډرون الوتکو څلور بریدونه کړي دي.
دغه وزارت په یوه اعلامیه کې لیکلي چې د پاکستان پوځ دا بریدونه د ورځې شاوخوا یوه بجه، پرته له کوم پاروونکي اقدام یا دلیله کړیدي.
د اعلامیې له مخې، د دغو بریدونو په ځواب کې د طالبانو امنیتي او دفاعي ځواکونو د پولې هغې غاړې ته د پاکستاني پوځ پر یوې نږدې قرارګاه او پوستو بریدونه کړي دي.
د طالبانو دفاع وزارت ویلي چې په دغو بریدونو کې یو شمېر پاکستاني پوځیان وژل شوي او ټپیان شوي او پوځي تاسیساتو ته یې هم درانه زیانونه اړولي دي. دغه وزارت ویلي چې افغان لوري ته د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
پاکستاني چارواکو د چهارشنبې په ورځ ویلي وو چې د افغانستان له لوري د جنوبي وزیرستان پر ملکي کورونو او د انګور اډې پر بازار د توپونو او هاوانونو په ډزو کې لږ تر لږه یو ملکي وګړی وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي دغه بریدونه «ناپاروونکی تېری» بللي او د پاکستاني پوځ د ځوابي اقداماتو ملاتړ یې کړی دی. هغه ویلي چې پاکستان به پر خپلو خلکو بریدونه او د خپل حاکمیت سرغړونې ونه مني.
د جنوبي وزیرستان امنیتي چارواکو هم ویلي وو چې دغه بریدونه د سې شنبې په ورځ ترسره شوي او خبرداری یې ورکړی و چې پاکستاني ځواکونه به یې په ځواب کې سخت اقدامات وکړي.
د دواړو لورو د ادعاوو په اړه ورکړل شویو معلومات د کومې خپلواکې سرچینې لخوا نه دي تایید شوي.
دا نښتې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې د امنیتي اختلافاتو له امله ترینګلې دي. اسلاماباد له کابل څخه غوښتي چې د هغو وسلهوالو ډلو پر ضد د باور وړ اقدامات وکړي چې د پاکستان په وینا، د افغانستان له خاورې څخه په استفادې په پاکستان کې بریدونه کوي.
پاکستان تور پورې کوي چې د طالبانو حکومت پاکستاني طالبانو او بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسلهوالو ته پناه ورکوي، خو د طالبانو حکومت دغه تورونه ردوي او وايي چې د پاکستان امنیتي ستونزې د هغه هېواد کورنۍ مسئله ده.
دا تاوتریخوالی څو ورځې وروسته له هغه رامنځته کېږي چې د طالبانو چارواکو ویلي وو، له پاکستان سره ستونزې د ډیپلوماسۍ له لارې حل کېدای شي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي شخړو په لړ کې سږ کال سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.