طالبانو کندهار کې پولیو ضد واکسین ته اجازه ورکړه

دغه جوړ جاړی د ځايي ولسي مشرانو او د صلېب سره نړیوالې کمیټې په منځګړ توب شوی . د کندهار د عامې روغتیا ریاست وايي، چې دوي به د پولیو واکسین هغه کمپاینونه هم جبران کړي، چې د جون او جولايي په میاشتو کې د دغې ستونزې له امله پاتې شوي وو.

د عامي روغتیا ریس ډاکتر عبدالقیوم پخلا امریکاږغ ته وویل، چې پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ واکسین به د روانې میلادي میاشتې په وروستیو کې د کندهار ولایت په ټولو سیمو کې پیل شي. هغه وویل « هغه غونډه چې ولسي مشرانو، د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق ، نړیوال روغتیايی سازمان او نړيوال سره صلېب د دولت له مخالف لوري سره لرله هغه یوې نتیجې ته رسیدلې،او وایي چې طالبانو د پولیو ضد کمپاین ته اجازه ورکړې، کمپاین به د رواني میاشتي له ۲۳ څخه تر ۲۵ پورې عملي شي، ۲ نور چې را څخه پاته شوي هغه به هم تر سره شي او ممکن یو اضافي کمپاین هم موږ عملي کړو او موږ پدې خوښ یو چې هرې کورنۍ ته واکسین ورسیږي او د ماشوم روغتیا يې تضمین شي »

پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ واکسین به د روانې میلادي میاشتې په وروستیو کې د کندهار ولایت په ټولو سیمو کې پیل شي.

د جنوبي حوزې د کتلوي معافیت امر ډاکتر نظر محمد نظري بیا وايي، چې تر پنځه سوه زره زیاتو ماشومانو ته له تېرو څه باندې دوو میاشتو راهیسې د پولیو واکسین ندی رسیدلی.د نوموړي په وینا ، چې په کندهار کې د یاد وېرویس جریان موجود دی او د دولت د مخالفو وسله والو له لوري د واکسین کمپاین ته موجود ګواښ دوي نور هم اندېښمن کړي وو .

ښاغلی نظري واي « تاسي وینئ چي کندهار کې د تودوخې درجه تر ۴۱ لوړه ده او د پوليو ويروس په ګرمه هوا کې وده کوي او موږ دا خطر احساس وو او د کندهار په فضا کې په خاص ډول دا ویروس موجود دی ، موږ په ورځني پرورګرامونو کې ډير فشار په خپلو ټيمونو راوړو چي حتمآ څوک له واکسین څخه پاته نشي او موږ هیله من یو چي مخکني پاته شوي کمپاینونه به جبران کړو او دغه خطر به را کم کړو » .

د کتلوي معافیت امر زیاته کړه، چې اوس نو دوي تر بل هر وخت زیات د کورنیو مرستې ته اړتیا لري او هغوی باید د پولیو ضد په ټولو کمپاینونو کې خپل له پنځو کالو څخه کم عمر لرونکي ماشومان وقایه کړي .

ښاغلي نظري زیاته کړه چې «په کندهار کې درې ځله د واکسین کمپاین ځنډلی او موږ به د جبران په ډول په هره دریمه اونۍ کې دا کمپاین عملي کوو ، زموږ ښاریان هم باید را سره مرسته وکړي او دغه زغم باید ولري ، کله چي ژر ، ژر زموږ ټيمونه د دوي کورنو ته ورځي باید خپل ماشومان له دغه ۲ څاڅکي واکسین څخه ونه ګرځي او زموږ ټوله هڅه په دې ده چي د دوی ماشومان ښه روغتیا ولري » .

چې تر پنځه سوه زره زیاتو ماشومانو ته له تېرو څه باندې دوو میاشتو راهیسې د پولیو واکسین ندی رسیدلی

ډاکټر نظري دا هم وویل ، چې دوی به د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې د واکسین د کارکونکو ارزونه کوي او په پایله کې به يې هغه کسان چې د کار ډېره وړتیا نلري له دندو څخه لرې کړي اوځانګړی هدف یې د واکسین دکمپاین اغېزمن تطبیق او د مخکنیو تېروتنو د تکرار مخ نیوی دی .

لاهم روښانه نده، چې په کندهار کې د ولسي مشرانو او نړیوال سره صلېب په منځګړتوب د واکسین د کمپاین د اجازې په بدل کې، کوم شرطونه منل شوي ؟ خو مخکې رسنیو داسي راپورونه تر لاسه کړي وو چې د دولت مخالف وسله والو په ارغستان ولسوالۍ کې د شري د واکسین له کبله زیانمني شوي کورنۍ ته مالي تاوان، دهغوی په خوښه د واکسین په کمپاین کي د څو کسانو ګمارل او له دولتي حاکمیت څخه بهر سیمو کې د صحي مرکزونو جوړیدو غوښتنه کړې وه .