د افغان طالبانو مشر په کوټه کې مدرسه درلوده

Hibbatullah Akhunzada

د رویټرز خبري اژانس یو رپورټ وایي چې د روان کال د مې په میاشتې کې د لادرکه کیدو نه مخکې د افغان طالبانو نوي مشر هبت الله اخونزاده د کوټې ښار سره نږدې د کچلاک په سیمې کې په یوې مدرسې کې چې الحی نومیږي، دیني درسونه ورکول او تبلیغ یې کاوه.

دغه معلومات د رویټرز خبري اژانس ته د مدرسې زده کونکو او هلته نورو کارکونکو ورکړیدي

په پاکستان د امریکا او گاونډي افغانستان له اړخه فشار موجود دی چې په دغه ملک کې د موجودو ترهگرو په خلاف اقدامات وکړي.

د هبت الله په هکله دغه معلومات مخکې نه دي خپاره شوي او دا به په پاکستان فشار زیات کړي چې د ترهگرو خلاف اقدامات نه کوي.

داسی گمان کیږي چې هبت الله اوس د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمه پټ دی.

په پېښور کې د ډان ورځپاڼې لیکوال اسماعیل خان وایي دا د حیرانتیا خبره نه ده چې د طالبانو د مشر په حیث د ټاکل کیدو نه مخکې هبت الله په پاکستان کې اوسیده. اسماعیل خان زیاته کړه چې د نړیوالو د فشار باوجود پاکستان افغان طالبان په دغه ملک کې فعالیتونو ته پریږدي.

د هغه سره پوره مرکه دلته اوریدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د اسماعیل خان سره د اشنا راډیو مرکه