له بدخشان څخه راپورونه وايي چې په یو برید کې د فیض اباد لپاره د طالبانو ښارول عبدالرحمن منصور وژل شوی دی.
په افغانستان کې د «مقاومت جبهې» په نامه یوه ډله، چې ځان د طالبانو ضد مبارزین بولي، ادعا کوي چې په بدخشان کې یې د طالبانو ښاروال په یو برید کې وژلی دی، خو طالب مقاماتو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
د مقاومت جبهې په خپل ایکس حساب کې ادعا کړې ده، چې نن پنجشنبه (اګست۱۳) یې د بدخشان په مرکز فیض اباد کې د طالبانو په ښاروال عبدالرحمن منصور برید کړی او هغه یې د څو ساتونکو سره یو ځای وژلی دی.
د طالبانو حکومت لا په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي. خو راپورونه وايي چې طالبانو سیمې ته ځانګړي ځواکونه استولي دي.
له څو ورځو راهېسې په بدخشان کې د جمعه خان فاتح په نوم د یو سیمه ایز قومندان او طالبانو ترمنځ د جګړې راپورونه خپاره شوي دي.
ځینو رسنیو راپور ورکړی دی چې دا نښته د بدخشان د «نسي» په ولسوالۍ کې شوي دي او دواړو لوریو ته د سر زیانونه اوښتي دي.
په همدې حال کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ایراف خبري اژانس ته ویلي دي چې په بدخشان کې شخړه نه شته او د نا امنۍ راپورونه یې رد کړي دي.
نوموړي ویلي دي چې جمعه خان فاتح د هغوی یو وتلی قومندان دی او د هغه د وسله وال پاڅون خبر یې د «دښمن تبلیغات» بللي دي.