د افغانستان او هند اړیکې: د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نوي ډهلي ته تللی

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هند ته رسېدلی دی

د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي نوي ډهلي ته رسېدلی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جایسوال په خپل رسمي ایکس حساب کې نور الدین عزیزي ته ښه راغلاست ویلی او یو تصویر یې هم خپور کړی دی.

هغه لیکلي دي: «هند ته د رسمي سفر لپاره د صنعت او سوداګرۍ افغان وزیر الحاج نورالدین عزیزي ته تود هرکلی وایو. د دغه سفر عمده تمرکز د دوه اړخیزو تجارتي او پانګونې د روابطو پرمختګ دی.»

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته په منسوب ایکس حساب کې په دې اړه یوه اعلامیه خپره شوې چې په کې ویل شوي دي نورالدین عزیزي د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د «هند د رسمي بلنې په اساس د پنځو ورځو لپاره» دغه هېواد ته تللی دی.

په خپرې شوې اعلامیې کې د دغه سفر هدف «د چابهار بندر د ظرفیتونو فعال کول او په اغیزناک ډول ترې ګټه اخیستل، د بندر په اوږدو کې د هند د پانګونو جلب او جذب او د افغانستان او هند ترمنځ د تجارتي اړیکو زیاتېدل» ښودل شوي دي.

اعلامیه وايي چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر به په دغه سفر کې د «پراګتي میدان نړیوال نندارتون» وګوري او تر څنګ به یې د هند د «بهرنیو چارو وزیر او تجارت وزیرانو، سوداګرو، پانګوالو او د خصوصي سکتور له غړیو سره» ملاقاتونه وکړي.

د طالبانو دا لوړ پوړی مقام داسې مهال هند ته سفر کوي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارتي روابط بند شوي او د تجارتي ترانزیت لارې تړل شوې دي. د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارتي راکړه ورکړه، چې ارزښت یې د کال پنځه میلیارد ډالرو ته رسېده، اوس یو میلیارد ډالرو ته کم شوی. دغې خونې د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې تجارتي روابط او د ترانزیت لارې پرانیزي او په توکو بار کانتینرونه پرېږدي.

د طالبانو حکومت له افغان سوداګرو او پانګوالو غوښتي چې له پاکستان پرته د تجارت نورې بدیلې لارې ولټوي. د هند د چابهار بندر یې یوه بدیله لاره ده. د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې په هند کې د نورالدین عزیزي د لیدنې مهم بحثونه به هم «د اقتصادي همکاریو په زیاتوالي، تجارتي اړیکو په اسانه کولو، د پانګونې د ګډو فرصتونو په رامنځ ته کولو او د سیمې د ترانزیتي لارو په اوږدو د افغانستان د نقش په قوي» کولو ورټول وي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم هند ته تللی او هلته یې له هندي مقاماتو سره ملاقاتونه وکړل.

د افغان طالبانو او پاکستان د حکومتونو ترمنځ سیاسي او اقتصادي روابط د دواړو هېوادونو ترمنځ له جګړو وروسته خراب شول. پاکستان ادعا کوي چې افغان طالبانو په خپلې خاورې کې د پاکستاني طالبانو غړو ته پناه ورکړې او دغه جنګیالي له هغه ځای څخه په پاکستان کې بریدونه پلانوي. خو افغان طالبان دا ادعا ردوي او وايي چې هېچاته اجازه نه ورکوي د افغانستان له خاورې د نورو په ضد کار واخلي.