دویچه وله: طالبان د خبریالانو موندلو لپاره کور په کور تالاشي کوي 

د جرمني اژانس وايي طالبانو یې د یو همکار د کورنۍ غړی وژلی

د جرمني خبري اژانس دویچه وله وايي طالبانو د هغوی د یو همکار کور پلټلی، د کورنۍ یو غړی یې وژلی او یو بل یې ژوبل کړی دی.‌

د دویچه وله مسول مدیر پیتر لمبورګ د پنجشنبې په ورځ اګست ۱۹ (زمري۲۸) ناوخته وویل: «د طالبانو له لوري زموږ د یو ایډټر د خپلوان وژل له تصور ورپورته خواشینوونکی دی او دا د هغه جدي وضعیت ښکارندوی دی چې ټول کارکوونکي او کورنۍ یې په کې ژوند کوي.»

دویچه وله وايي طالبان د دغه خبریال، چې اوس په جرمني کې کار کوي، د خپلوانو د نیولو او موندلو لپاره کور په کور ګرځي.

وايي د دغه خبریال د کورنۍ اکثریت غړي یا تښتېدلي او یا د تېښتې په حال کې دي.‌ دویچه وله وايي طالبانو د دوی د دریو نورو همکارانو کورونه هم پلټلي دي.

ښاغلي لمبورګ په دې برخه کې د جرمني له حکومت څخه د مرستې غوښتنه کړې ده. هغه همدغه راز وویل: «طالبان اوس په کابل او نورو ولایتونو کې کور په کور په خبریالانو پسې ګرځي. وخت زموږ له لاسه وتلی دی.»

د خبریالانو د ژغورنې کمېټې ویلي دي چې طالبانو د کابل له نیول کېدو وروسته د څلورو خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو کورونه پلټي دي.

دغې کمېټې، چې مرکز یې په نیویارک دی، په طالبانو غږ کړی دی چې ژر تر ژره دې د خبریالانو د کورونو پلټل بند کړي او هغوی ته دې اجازه ورکړل شي چې ازادانه خپل کارونه وکړي.

د سه شنبې په ورځ د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې هغوی د رسنیو استقلال او ازادۍ ته ژمن دي. ‌په همدې حال کې راپورونه وايي چې طالبانو په کابل او جلال اباد کې هم یو شمېر خبریالان وهلي او ډبولي دي.