نری رنځ هره ورځ په نړۍ کې څه باندې ۴ زره کسان وژني

په نړۍ کې د نري رنځ یا سل ناروغۍ یو تر ټولو جګپوړی متخصص وایي چې د کرونا وبا پر ضد د سترو نړیوالو هلو ځلو له کبله چې له مخې یې دا وبا کنټرول شوه، اوس یو ځل با نری رنځ په نړۍ کې تر ټولو ستره ساري ناروغي شوه چې ډیر کسان وژني.

د نري رنځ د پیوستون خیریه مؤسسې مشر میل شپیګلمن وویل چې د کرونا وبا د مخنیوي لپاره خوندي او اغیزمن واکسین جوړیدل، د دې وبا معلومولو لپاره معاینات او درملنې چې پدې تیرو دوو کالونو کې شوي، د ستاینې وړ دي چې له مخې یې دا وبا مهار شوه.

د کرونا وبا د راتګ څخه وړاندې نری رنځ په نړۍ کې تر ټولو مهلکه ساري بیماري وه او هر کال یې شاوخوا ۱.۵ ملیونه کسان په ټولې نړۍ کې وژل.

د ښاغلي شپیګلمن اداره د نري رنځ د درملنې لپاره پداسې درملو باندې کار کوي چې بیه یې کمه او اغیز یې ژر وي او په ځانګړي توګه دا درمل بې وزلو هیوادونو ته استوي.

د نري رنځ پیوستون ادارې ویلي چې دا بیماري هره ورځ په نړۍ کې ۴۱۰۹ کسان وژني.

پداسې حال کې چې د متحده ایالاتو د جان هاپکنز د پوهنتون د معلوماتو له مخې د کرونا وبا اوس مهال هره ورځ په ټولې نړۍ کې ۱۴۴۹ کسان وژني. دې ادارې ویلي چې کرونا په تیرو ۲۸ ورځو کې ۴۰۵۷۸ کسان وژلي دي.


د توبرکلوز پر ضد د مبارزې دې ادارې همدارنګه ویلي چې د کرونا وبا د نري رنځ پر ضد په هلو ځلو ناوړه اغیز کړی ځکه چې په روغتونونو کې د د دې ناروغۍ د ناروغانو ځای په کرونا ویروس اخته ناروغانو نیولی و او د محدودیتونو او بندیزونو له کبله په نري رنځ اخته کسانو نشوی کولی چې روغتیایي مرکزونو ته د تشخیص او درملنې لپاره ولاړ شي.


ښاغلي شپیګل همدارنګه ویلي چې په ۲۰۲۰ کال کې د لومړي ځل لپاره په نري رنځ داخته کسانو شمیر ډیر لوړ شو او دا کار یې د دې وژونکي ناروغۍ د مخنیوي په هلو ځلو کې ستر خنډ وباله.