تحریک طالبان پاکستان د اختر په ورځو د اوربند اعلان کړی دی

د پاکستان یوې غیر قانوني وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان، چې په ټي ټي پي هم مشهوره ده، د پنجشنبې په سهار د درې ورځني اوربند اعلان وکړ. دې ډلې چې د ګڼو بمي بریدونو مسؤله بلل کېږي، خپل دا اعلان د یوې مهمې اسلامي مذهبي ورځې، کوچني اختر یا (عیدالفطر) څخه مخکې وکړ.

دا اوربند په داسې حال کې اعلان شوی چې یوازې څو ساعته وړاندې پاکستان او په افغانستان کې طالبانو هم د روانو نښتو د کمولو لپاره د لنډمهاله وقفې خبر ورکړی و.

دا د فبرورۍ له وروستیو راهیسې چې د دواړو هیوادونو له خوا تاوتریخوالی خپل اوج ته رسیدلی و، لومړی ځل دی چې سیمه نسبي امن تجربه کوي.

د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني ویلي چې دا اوربند د دې لپاره دی چې خلک وکولای شي د روژې مبارکې میاشتې له پای ته رسېدو وروسته د اختر مراسم په سوله ییز ډول پر ځای کړي.

تحریک طالبان پاکستان هغه وسله واله ډله ده چې ویل کیږي له افغان طالبانو سره اړیکې لري خو ځانته جلا سازمان ګڼل کېږي. دغې ډلې له ۲۰۲۱ کال راهیسې، کله چې افغان طالبان بیا واک ته ورسېدل، په پاکستان کې خپل بریدونه زیات کړي دي.

نړیواله ټولنه، په ځانګړې توګه امریکا او ملګري ملتونه، ټي ټي پي د ترهګرې ډلې په توګه پېژني. پاکستان پر افغان طالبانو تور پورې کوي چې د دې ډلې مشرانو او جنګیالیو ته یې پناه ورکړې، خو کابل دا تورونه ردوي.

که څه هم دا اوربند د دواړو غاړو خلکو لپاره د ارامۍ یو فرصت بلل کېږي، دا لا هم دا نه ده څرګنده چې دا امن به څومره دوام وکړي.

د پاکستان او طالبانو د حکومت تر منځ دا تاوتریخوالی وروسته له هغې اوج ته ورسید چې هغه هیواد د مارچ په ۱۶مه د «غضب للحق» په نوم د عملیاتو په چوکاټ کې په کابل او ننګرهار کې بمبارۍ تر سره کړې. رپوټونه وایي چې په کابل کې د «امید» په نوم روغتون کې د ۴۰۰ نه زیات کسان ووژل شول او د ۲۵۰ نه زیات ټپیان دي.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر یوه مرکز د پاکستان هوايي برید د نړیوالو بشري حقونو د رعایت په اړه جدي اندېښنې رامنځته کړې دي.

د دې سازمان د څېړنو د څانګې مرستیالې، ایزابل لیسي په وینا، که څه هم د تلفاتو دقیق شمېر لا تر اوسه په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی، خو دا برید د ډېرو ملکي وګړو د وژل کېدو او ټپي کېدو لامل شوی دی.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې بشري وضعیت "کړکیچن او د اندیښنې وړ" حالت ته داخل شوی دی. د ملګرو ملتونو د ادارو راپورونه ښيي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو شخړو له کبله شاوخوا ۱۱۵ زره کسان بې ځایه شوي هم دي.