د جنوبي اسیا د هیوادونو تر منځ د ارتباطاتو د کنفرانس دوهم پړاو

ټاکل شوې چې د یو شمیر هیوادونو مشران، دیپلوماتان او کارپوهان د ازبکستان د ترمز په ښار کې د جون په ۴مه او ۵مه ، د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ د ارتباطاتو په اړه د ترمز د خبرو اترو دوهم پړاو غونډه کې راغونډ شي چې افغانستان به یې د بحث مهمه موضوع وي.

دغه غونډه د «سوله، اړیکې او مقاومت: د ګډې سوکالۍ لپاره د بنسټ جوړول» تر سرلیک لاندې کېږي او موخه یې د سیمه‌ییزې همکارۍ پراخول او د یوریژیا د هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا ده.

دا دوه ورځنۍ غونډه به پر سیاسي ډیالوګ، اقتصادي اړیکو، د اقلیم بدلون سره د تطابق، چاپېریالي پایښت، او د کلتوري او بشري همکاریو پر پراختیا تمرکز وکړي.

افغانستان په دغو بحثونو کې ځانګړی اهمیت لري، ځکه چې د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ په ستراتیژیک موقعیت کې پروت دی. سیمه‌ییز مشران په زیاتېدونکي ډول افغانستان د سوداګرۍ، ترانسپورټ، انرژۍ او اقتصادي همکاریو لپاره د یوه احتمالي پل په توګه ګڼي.

په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) او د مرکزي آسیا لپاره د ملګرو ملتونو د مخنیوي ډیپلوماسۍ د سیمه‌ییز مرکز استازي هم ګډون لري. د دوی حضور د افغانستان د سیمه‌ییز ثبات او پرمختګ په برخه کې د نړیوالې ټولنې دوامداره لېوالتیا څرګندوي.

د افغانستان لپاره، د سیمه‌ییزو اړیکو ښه والی کولی شي د سوداګرۍ فرصتونه زیات کړي، پانګونه راجلب کړي او له ګاونډیو هېوادونو سره اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي. د دې نوښت ملاتړي باور لري چې پراخه سیمه‌ییزه همغږي او یوځای کېدل کولی شي په ټوله سیمه کې د اوږدمهاله ثبات او سوکالۍ لامل شي.

په کنفرانس کې له ۱۵۰ څخه زیات استازي د حکومتونو، سوداګریزو بنسټونو، څېړنیزو مرکزونو او نړیوالو سازمانونو څخه ګډون کوي. ګډونوال د مرکزي او جنوبي آسیا، اروپا، منځني ختیځ، آسیا ـ پاسیفیک سیمې، قفقاز او امریکاوو څخه راغلي دي.

دغه کنفرانس د ازبکستان د ستراتیژیکو او سیمه‌ییزو مطالعاتو انسټیټیوټ او د بهرنیو چارو وزارت له خوا د آسیا د متقابل عمل او باور جوړونې اقداماتو کنفرانس (CICA) په همکارۍ تنظیم شوی دی.

څارونکي وايي چې د ترمز د خبرو اترو پایلې ښايي د افغانستان په ګډون د راتلونکو سیمه‌ییزو پروژو په جوړولو کې مرسته وکړي، په ځانګړې توګه د ترانسپورټ، انرژۍ او سرحدونو پورې تړلې سوداګرۍ په برخو کې، چې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او سیمه‌ییز ادغام لپاره خورا مهمې بلل کېږي.