امریکایي ستور مزلي بېرته ځمکې ته راستنېږي

د ناسا د آرتمیس ۲ ماموریت عمله د پنجشنبې په ورځ (د اپرېل ۹مه) ځمکې ته د بېرته ستنېدو لپاره چمتووالی نیسي.

د متحدو ایالتونو د فضايي تحقیقاتو د ادارې (ناسا) ارتمیس ۲ ماموریت عمله د پنجشنبې په ورځ (د اپرېل ۹مه) ځمکې ته د بېرته ستنېدو لپاره چمتووالی نیسي.

تمه ده چې د اوریون فضايي بېړۍ، چې درې امریکايي او یو کاناډایي ستورمزلي یې د سپوږمۍ شاوخوا ګرځولي، سبا ته د جمعې په ورځ (د اپرېل ۱۰مه) ناوخته د ارام سمندر په اوبو کې، د کالیفورنیا سویلي ساحلونو ته نږدې را ښکته شي.

د بېرته ستنېدلو نه مخکې د عملې کارونه دا دي چې د بېړۍ څوکۍ بېرته نصب کړي او هغه وسایل راټول کړي چې د ماموریت په ترڅ کې کارول شوي دي.

د دې ماموریت له څلورو ستورملزو څخه یو، ویکتور ګلوور، د چهارشنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل چې ډېر لیواله دی څو له هغو انځورونو او معلوماتو سره چې د سپوږمۍ له مشاهدې ترلاسه شوي، بېرته ځمکې ته را ستون شي.

د آرتمیس ۲ ماموریت د اوریون فضايي بېړۍ او نورو سیستمونو ازموینې ته ځانګړی شوی، څو ناسا وکولای شي په ۲۰۲۸ کال کې د سپوږمۍ پر سطحې باندې د ستورمزلو د ښکته کولو پلان عملي کړي.

کریستینا کوک، بله فضانوردې، هم د چهارشنبې په ورځ وویل چې د آرتمیس ۲ عملې د خپلو ازموینو پر مهال د راتلونکو ماموریتونو په اړه هم فکر کړی او هڅه یې کړې چې کومې برخې لا په غوره بڼه وپېژني.

هغې زیاته کړه: «موږ واقعاً هڅه کړې چې ډاډ ترلاسه کړو چې هغوی د بریا لپاره بشپړ چمتو شي.»