د لاس رسي وړ اتصالات

   د ارټیمیس۲ ستورمزلي به ځمکې ته په بېرته راګرځېدو کې یو لړازموینې کوي

د ناسا د ارتمیس۲ ماموریت عمله به د چهارشنبې په ورځ، د اپریل په ۸مه، ځمکې ته په بېرته ستنیدو کې څو ازموینې وکړي.

ناسا وايي ستورمزلي به د ځمکې د جاذبې په اړه احساس ته له بېرته په ګرځېدو کې یو ډول ځانګړي تنګې جامې، چې د وینې د فشار او جریان سره د مرستې لپاره جوړې شوي، وازمايي.

بله ازموینه چې د چهارشنبې په ورځ کېږي، د اورین فضايي بیړۍ په غیراتوماتیک ډول رهبري کول دي چې نورې وړتیاوې یې وازمایل شي.

دا د اورین لومړنی ماموریت دی چې په کې له سپرو ستورمزلو سره يې ترسره کوي، ناسا غواړي ډاډ ترلاسه کړي د نورو ماموریتونو لپاره هم چمتو ده، چې یو یې په ۲۰۲۸ کې د سپوږمۍ سطحې ته د ستور مزلو ښکته کول دي.

د ارټیمیس۲ ماموریت ستور مزلي له څه باندې ۵۰ کلونو وروسته په لومړي ځل سپوږمۍ ته ورسیدل او د همدې اونۍ په سر کې یې چارچاپېر وګرځېدل.

دوی به د جمعې په ورځ ناوخته بیرته ځمکې ته راښکته شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG