د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا)، وایي په افغانستان کې د محدودیتونو دوام او د بودیجې کموالی په دې هېواد کې د بشري فعالیتونو په وړاندې اوس هم لوی خنډ دی.
اوچا په خپل یو تازه راپور کې ویلي دي چې د اپرېل په میاشت کې "د بشري خدماتو ملګرو په څو حوزو کې د رسیدګي په اړه د ۶۰ پېښو راپور ورکړی دی. "
د اوچا د راپور پراساس، په دغو پېښو کې په بشري فعالیتونو کې مداخله، په تګ راتګ محدودیتونه او، بشري کارکوونکو سره خشونت او د شتمنیو او تاسیساتو په وړاندې تند چلند شامل دي.
د اوچا راپور کې ویل شوي دي چې په ټوله کې د بشري خدماتو ۳۵ فعالیتونه د دغو ستونزو په وجه مؤقتاً درول شوي دي.
اوچا په خپل راپور کې ویلي دي: "د ځايي چارواکو مداخلې ترټولو ستر محدودیت دی چې په اپرېل میاشت کې د ټولو ثبت شویو پېښیو ۷۳سلنه جوړوي. "
په دې راپور کې راغلي چې د "مداخلو ۴۴ پېښو" بشري فعالیتونه په مستقیم ډول متاثر کړي وو.
اوچا ویلي دي چې "په اپرېل کې د بشري خدمتونو د کارکوونکو پروړاندې تاوتریخوالی زیات شوی چې اوه پېښې یې د ۲۹ کارکوونکو – ۱۶ نارینه او ۱۳ ښځې – په نیولو او دوه نورې پېښې د ځايي چارواکو له لورې په ګواښونو او لفظي تحقیر پورې اړه درلودې.
د اوچا په راپور کې راغلي دي چې "په اپرېل کي ۱۸ ثبت شوي پېښېې شوې، چې مشخصاً ښځینه کارکوونکې" په کې نښه شوي وو.
د دې راپور په اساس، طالب چارواکو په اپرېل میاشت کې دوه لارښونې چې "مشخصاً بشردوستانه ملکري د هغه هدف وو" صادر کړي وو او په کې خپله پخوانۍ غوښتنه، چې د مرستو د ترلاسه کوونکو د لېست په ګډون، د حساسو معلوماتو ترلاسه کول په کې دي، تکرار کړې وه.
طالبانو د اوچا دې راپور ته غبرګون نه دې ښودلې، خو تر دې مخکې دا ډول راپورونه یې بې بنسټه بللي او رد کړي دي.