د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ د جګړې دوام؛ تازه بریدونو کې لسهاو کسان وژل شوي

د سعودي عربستان او د یمن د حوثي ډلې ترمنځ د جګړې پنځمه میاشت پوره شوه. دا په داسې حال کې ده چې د دې شخړې د سیاسي حل لپاره لا هم کومه روښانه لار نه تر سترګو کېږي.

په صنعا کې د ځایي رسنیو د معلوماتو له مخې، سعودي عربستان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د یمن پر پلازمېنې صنعا او د دغه هېواد پر څو نورو ولایتونو ۱۰۷ هوايي بریدونه کړي دي.

په غبرګون کې، حوثي ډلې ویلي چې د سعودي عربستان په خاوره کې یې شپږ پوځي عملیات ترسره کړي دي. د دغو عملیاتو په ترڅ کې یې د ملک خالد نړیوال هوايي ډګر، د سعودي ارامکو د تېلو تأسیسات، او په نجران سیمه کې پوځي مرکزونه او د سرتېرو د اوسېدنې ځینې مرکزونه په نښه کړي دي.

د صنعا د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ د پوځي کړکېچ د زیاتوالي په ترڅ کې، ۳۳ کسان وژل شوي او ۳۹ نور ټپیان شوي دي.

د حوثي یاغیانو ډلې چی د ایران له خوا یې ملاتړ کیږي په ۲۰۱۴ کې د یمن د پلازمینې صنعا کنترول تر لاسه کړ.

د امریکا متحدو ایالتونو او ملګرو ملتونو پر سعودي عربستان او د یمن پر حکومت د حوثي اروپکو د بریدونو په اړه خبرداری ورکړی او دا یې د سیمې ثبات او د کښتیو تګ راتګ ته ګواښ بللی دی. حوثیانو ویلي دي چې د صنعا د هوایي ډګر د محاصرې او د یادې ډلي په وړاندې د پوځي تحرکاتو د ملاتړ له امله، د سعودي پر کښتیو بریدونه کو