د امریکا د متحدو ایالتونو د کانګرس غړې ننسي مېس وايي چې طالبان "ترهګر" دي او هغوي ته د مشروعیت ورکولو لپاره هر ډول هڅه بې "پروايي او خطرناکه" ده.
مېرمن مېس د شنبې په ورځ [سپټمبر ۵مه] په خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي چې دوي د "ترهګرو دولتونو د پېژندلو لایحه" کانګرس ته د تصویبولو لپاره وړاندې کړې چې له مخې به یې طالبان رسماً بهرنی ترهګر سازمان وګڼل شي، د طالبانو په مشرۍ حکومت به د ترهګرۍ ملاتړی دولت وبلل شي او د فدرال حکومت به د "افغانستان د اسلامي امارت" له رسیمت پېژندلو نه منع کړي.
مېرمن مېس د "ترهګرو دولتونو د پېژندلو لایحه" د ۲۰۲۵ کال د ډیسمبر په ۱۸مه نېټه معرفي کړې وه. د کانګرس په ویب پاڼې کې ښکاري چې دغه لایحه تراوسه د غړو لخوا تصویب شوې نه ده.
د متحدو ایالتونو حکومت ویلي چې د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره کوم پلان نه لري.
د افغانستان په کانونو د پانګونې اړوند د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي تر غوښتنې وروسته، د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د افغانستان په منرالونو کې د پانګونې لپاره د طالبانو سره د کوم تعامل پلان نه لري.
د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند د تېرې چهارشنبې په ورځ [سپټمبر دویمه] امریکا غږ ته په یوه استول شوي بیان کې طالبان "ځانګړې نړیواله ترهګره" ډله بللې ده.
د کانګرس غړې ننسي مېس ټینګار کړی چې "متحده ایالتونه باید هېڅکله ترهګر یا ترهګرۍ ته مشروعیت ورنکړي."
څه موده مخکې، د کانګرس افغاني الاصله امریکايې غړې عایشه وهاب ویلي وو چې امریکا باید، پرته له دې چې کومه ډله په کابل کې واکمنه ده، له افغانستان سره خپلو اړیکو او ډېپلوماسۍ ته دوام ورکړي.
د متحدو ایالتونو حکومت نه یوازې دا چې د طالبانو د رسميت پېژندولو لپاره کومه لیوالتیا نه ده ښودلې، بلکې خپلې هغه مرستې هم ځنډولې چې ممکن د طالبانو لاسونو ته ورشي.
طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول. متحده ایالتونو ویلي چې دوي طالبان یا کوم بل بنسټ د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت ندي پیژندلي. له روسیې پرته، بل هېڅ کوم هېواد تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
د متحدو ایالتونو په شمول، د نړۍ د ګڼو هېوادونو غوښتنه داده چې د طالبانو حکومت دې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو درناوی وکړي او یو ټولشموله حکومت دې رامنځته کړي.