د مالدووا لومړی وزیر واسیله توفان دې هېواد ته د افغان طالبانو د حکومت د یو پلاوي سفر او ورتګ «شرموونکی او د نه منلو وړ» بللی دی.
نړیوالو رسنیو د مالدووا د لومړي وزیر د یو بیان په اساس راپور ورکړی دی، چې د ختیځې اروپا دغه هېواد د افغان طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.
د ښاغلي توفان په بیان کې ویل شوي چې د طالبانو پلاوي ته د مالدووا د ویزو ورکول «د ارزونې او اداري همغږۍ یوه تېروتنه» وه.
د طالبانو اړوندو رسنیو راپور ورکړی چې د طالبانو حکومت د کرنې وزارت یو درې کسیز پلاوی د مالدووا پلازمېنې کیشنیف ته تللی دی. وايي دا پلاوی به څو ورځې هلته وي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنې په برخه کې به په تخنیکي همکاریو خبرې کوي.
د مالدووا چارواکو ویلي دي چې د هغه هېواد یو شرکت دغه طالب پلاوی وربللی، وايي دغه شرکت اوزبیکستان ته زراعتي صادرات لري او غواړي چې خپل صادرات افغانستان ته هم پیل کړي.
چارواکو ټېنګار کړی دی چې دا سفر د «نړیوال بندیزونو تر اغیز لاندې» نه دی شوی او مالدووا د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني. د طالب پلاوي دغه سفر په مالدووا کې کې د رسنیو او بشري حقونو د یو شمېر فعالانو نیوکې پارولې دي.
طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې بیا په افغانستان کې باندې واکمن شول او د هغوی د حکومت ځینې لوړ پوړي مقامات د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لست کې شامل دي، چې نړیوال سفرونه نه شي کولای.
نړیوالې ټولنې تر دې دمه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او له هغوی غواړي چې بشري حقونو او په خاص ډول د نجونو او ښځو حقونو ته درنای وکړي او همه شمول حکومت دې جوړ کړي. روسیې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی او د پاکستان او چین په ګډون ځینو نورو هېوادونو د هغوی دیپلوماتان منلي دی.