د واشنګټن-ریاض د ملکي اتومي انرژۍ تړون؛ ولسمشر ټرمپ یې تصویب مشروط بولي

متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د واشنګټن او ریاض ترمنځ د ملکي اتومي او د دوه اړخیز خوندیتوب تړونونه تېره ورځ چهارشنبه (جولاۍ۲۲) د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شول. ولسمشر ټرمپ د دغه تړون تصویب د ابراهیم تړونونو کې د سعودي عربستان په شمولیت پورې مشروط بولي.

د دغو تړونونو په اړه د واشنګټن او ریاض ترمنځ له څو کلونو راهېسې خبرې کېدې او تر دې دمه د دغو هېوادونو ترمنځ دا ډول هېڅ کومه معامله نه ده شوې.

د متحدو ایالتونو د انرژۍ وزارت وايي چې دا تړونونه د څو ملیارد ډالرو په ارزښت د څو لسېزو اوږدې ملګرتیا حقوقي بنسټ ږدي چې د اتومي وسلو د نه خپرولو هدف ته د رسېدو په ګډون ډېر اقتصادي او ستراتیژیک اهداف لري.

د متحدو ایالتونو د انرژۍ وزیر کریس رایټ ویلي دي: «دا تړونونه د متحدو ایالتونو او سعودي عربستان د سوداګریزو اړیکو د تقویې او په کور دننه د ښیرازۍ او په بهر کې زموږ د متحدینو د امنیت په اړه د دواړو هېوادونو ګډې ژمنې څرګندوي.»

په همدې حال کې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل ټروټ سوشل کې لیکلي، چې د دغه سند تصویب د ابراهیم په تړونونو کې د سعودي عربستان په شمولیت پورې تړلی. د ابراهیم تړونونه د ولسمشر ټرمپ په نوښت پیل شوي، چې هدف یې د اسرائیل او عربو هېوادونو ترمنځ د اړیکو رغول بلل کېږي.

ولسمشر ټرمپ لیکلي: «د متحدو ایالتونو د انرژۍ د وزارت او سعودي عربستان ترمنځ لاسلیک شوی غیر پوځي اتومي تړون (چې هېڅ ډول مواد په کې نه غني کېږي،) یوازې په ملکي برخې کې د کاروونې په اړه دی، هماغسې چې ایران او متحده عرب امارات (او نور یې) یې لري، تصویب به شي، خو کاملا د ډېر درناوي وړ او بریالیو ابراهیمي تړونونو کې د سعودي عربستان په ګډون پورې تړلی. متحده ایالتونه له ملکي اتومي (غیر غني شويو) تاسیساتو سره مخالفت نه لري.»

د واشنګټن او ریاض ترمنځ دا لاسلیک شوی سند د ۱۲۳م تړون په نوم پېژندل کېږي او د سعودي له لوري په ملکي برخې کې د یورانیمو د غني کولو لپاره د ملګرو ملتونو څار ته اړتیا نه لري، هغه څه چې واشنګټن یې د ایران د اتومي پروګرام په اړه غواړي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په دې اړه وویل: «توافق به په خپله هر څه څرګند کړي. همدا کافي ده چې ووایم په نړۍ کې چې له هر هېواد سره د ملکي اتومي انرژۍ په برخه کې تړون کوو، حفاظتي تدابیر به له ځان سره لري چې ډاډه شو په تسلیحاتي تړون بدل نه شي. یو غوره حفاظتي تدبیر دا دی چې امریکايي تکنالوژي او شرکتونه په کې دخیل وي.»

د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د دغه تړون هدف «د اتومي انرژۍ په برخه کې د تخصص، پوهې او تکنالوژۍ د تبادلې اسانه کول دي، همدغه راز د اتومي خوندیتوب، امنیت او د تسلیحاتو د خپرېدو د مخنیوي په اړه د نړیوالو معیارونو په اساس د همکاريو قوي کول دي.»

ټاکل شوې چې ولسمشر ټرمپ به دا تړون د متحدو ایالتونو کانګرس ته د ارزونې لپاره استوي.