د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د سعودي پر ضد د حوثیانو ګواښونه د زغملو نه دي

د متحده ایالاتو د بحري ځواکونو جنګي کښتۍ په سره سمندرګي کې د نظامي ماموریت پر مهال.
د متحده ایالاتو د بحري ځواکونو جنګي کښتۍ په سره سمندرګي کې د نظامي ماموریت پر مهال.

متحده ایالتونه وایي چې د سعودي عربستان د کښتیو پر مخ د سره سمندرګي د تړلو په اړه د حوثیانو ګواښ غندي.

واشنګټن په ډاګه کړې چې د سوداګریزو کښتو خوندیتوب لپاره به د "هر ډول لازم اقدام" څخه کار واخلي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند د سه شنبې په ورځ [جولای ۲۱مه] امریکا غږ ته وویل چې متحده ایالتونه به د سعودي عربستان، نورو شریکانو او نړیوالو سوداګریزو کښتیو پر ضد ګواښونه ونه زغمي.

په یمن کې حوثي شعیه یاغیانو چې د ایران سره اړیکې پالي، تیره ورځ اعلان وکړ چې په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان د بندرونو سمندري محاصره پیلوي.

حوثيانو په ریاض تور ولګاوه چې تیره اوونۍ یې د صنعا په هوایي ډګر برید کړی و څو پدې هوایي ډګر کې چې کنټرول یې د حوثیانو په لاس کې دی، د یوې ایرانۍ الوتکې د کښیناستو مخه ونیسي.

د بهرنیو چارو وزارت پدې هکله امریکا غږ ته وویل، " متحده ایالتونه به د حوثیانو د ګواښونو او بریدونو په وړاندې د سوداګریزو کښتیو د خوندیتوب او ازاد تګ راتګ لپاره لازمو اقداماتو ته ادامه ورکړي".

وزارت همدارنګه ویلي چې د شخړې هر ډول زیاتېدل چې "زمونږ شریکانو، د متحدو ایالتونو ګټو، ماڼوګانو او آزادې سوداګرۍ لپاره خطر پیښ کړي، د جدي ځواب سره به مخ شي".


حوثیان د متحده ایالتونو لخوا د ترهګرې ډلې په توګه پیژندل شوي. دوي د کافي ډیرې مودې راهیسې په یمن کې په نړیواله کچه په رسمیت پېژندل شوي حکومت پر ضد چې د سعودي عربستان په مشرۍ د سیمې هیوادونه یې ملاتړ کوي، وسله واله جګړه کوي.

په همدې حال کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د نړیوالو قوانینو له مخې به د خپلو کښتیو د خوندیتوب لپاره د " ټولو لازمو اقداماتو" څخه کار واخلي.

په اعلامیې کې همدارنګه په نړیوالې ټولنې غږ شوی چې په سره سمندرګي کې په آزاده توګه د کښتیو تګ راتګ د حقونو خوندیتوب لپاره دې خپل مکلفیت سرته ورسوي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د سعودي عربستان او په نړیواله کچه په رسمیت پیژندل شوي د یمن جمهوریت سره " په ټینګه ولاړ" دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې، متحده ایالتونه د سعودي عربستان او یمني شریکانو سره له نږدې سلا مشورې کوي او پخپلو ژمنو ولاړ دي.

د باب المندب په تنګي کې د کښتیو تګ راتګ لپاره د حوثیانو دا ګواښ داسې مهال ورکول کیږي چې بل پلو ایران د هرمز له تنګي څخه په تېریدونکو کښتیو باندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی. د نړۍ د انرژۍ له پنځو څخه یوه برخه له همدې تنګي څحه تېریږي.
متحده ایالتونه دایران دا بریدونه د هغه موقتي اوربند څخه سرغړونه بولي چې د روان کال د جون په میاشت کې نافذ شو. واشنګټن د ایران د بریدونو د وړتیاوو د کمولو په موخه په ایران د هوایي بریدونو لړۍ پیل کړې.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت امریکا غږ ته په یو ایمیل کې لیکلي چې په سیمې کې د ټولو دولتونو او عناصرو څخه هیله کېږي چې د سوداګریزو کښتیو د خوندیتوب درناوی دې وکړي.

په ایمیل کې راغلي " دا شریکې نړیوالې ګټې دي – د سیمې ثبات او د نړیوالو سوداګریزو لارو امنیت ورپورې تړل شوی دی".

په عین حال کې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ ویلي که حوثیان په سره سمندرګي کې محاصره پیل کړي، متحده ایالتونه به یې ځواب ووایي.

ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره تر لیدنې وروسته په یوې ګډې خبري غونډې کې خبریالانو ته وویل:" که داسې یو څه پیښ شي، مونږ به یې چارو وکړو".

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG