امریکا: کابل کې د چاودنې څخه خبر یو؛ څېړنې روانې دي

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په کابل کې د یوې چاودنې په راپورونو خبر دي.

د وزارت یوه ویاند د پنجشنبې په ورځ [اګست ۲۰مه] د امریکا غږ د افغانستان څانګې ته په یوه بیان کې لیکلي: "موږ په کابل کې د زده کړې په یوه مرکز کې د چاودنې د راپور په اړه خبر یو."

ویاند زیاته کړې چې واشنګټن پدې هم پوهېږي چې "د دې برید په اړه څېړنې روانې دي."

یوې چاودنې د دوشنبې په ورځ [اګست ۱۷مه] د کابل د دشت برچي سیمې په یوه ښوونځي کې ګڼ شمېر زده کوونکي ټپيان کړل.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونیسف) وايي چې چاودنې ۴۲ ماشومان چې عمرونه یې له ۹ تر ۱۴ کلونو پورې دي، ټپیان کړي دي.

یونیسف ددغې چاودنې نه وروسته یو ځل بیا ټینګار کړی چې ښوونځي باید د نړیوالو قوانینو له مخې له تاوتریخوالي او زیان رسېدو څخه خوندي وي.