د امریکا د متحدو ایالتونو د جګړې وزارت وايې چې د متحدو ایالتونو او د جېمایکا حکومتونو "د ځواکونو د وضعیت تړون" لاسلیک کړی دی.
د جګړې وزارت د پنجشنبې په ورځ [اګست ۲۰مه] د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي چې جېمایکا او متحده ایالتونه د لسیزو راپدې خوا دوه اړخیزې همکارۍ لري.
د اعلامیې په یوې برخې کې راغلي: "د جېمایکا د دفاعي ځواکونو له جوړېدو راهیسې د متحدو ایالتونو وسله والو ځواکونو او د جېمایکا دفاعي ځواکونو په ګډو روزنیزو تمرینونو، مسلکي سفرونو، بشردوستانه او د ناورینونو پر وړاندې د غبرګون فعالیتونو، او د امنیتي همکارۍ په نورو ساحو کې برخه اخیستې ده."
د "ځواکونو د وضعیت تړون" هغه نړیوال پوځي سند دی چې له مخې یې د یو هېواد پوځیان ممکن د لنډمهال لپاره په بل هېواد کې د ګډو فعالیتونو لپاره دېره وي.
په نړۍ کې تر ۱۲۰ زیاتو هېوادونو له متحدو ایالتونو سره د ځواکونو د وضعیت تړونونه لاسلیک کړي دي.
د جګړې وزارت په خپلې اعلامیې کې لیکلي چې نوی پوځي تړون په سیمه کې جرمي ډلو ته پیغام رسوي چې د متحدو ایالتونو او جېمایکا وسله وال ځواکونه خپلې همکارۍ "ژوروي او پراخوي" او له هغو جرمي ډلو سره مبارزه کوي چې د نشه يي توکو کاروبار کوي، وسلې لېږدوي او انسانان قاچاق کوي.