د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د کرکټ درېیمه یوه‌ورځنۍ لوبه

ارشیف

د افغانستان او ایرلنډ د ملي کرکټ لوبډلو ترمنځ د درېیمې یوه ‌ورځنۍ نړیوالې لوبې په پیل کې، افغان لوبډلې د پچې له ګټلو وروسته لومړی د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د ایرلنډ لوبډلې په ۴۶.۳ اورونو کې، د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره، ۲۰۶ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته یې د ۲۰۷ منډو هدف وټاکه.

دا لوبه چې اوس مهال د ایرلنډ په بلفاسټ ښار کې روانه ده، افغان لوبډلې د ۲۲ اورونو تر بشپړېدو پورې د درې لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۵ منډې جوړې کړې وې.

د توپ اچونې په برخه کې، راشد خان او الله‌محمد غضنفر هر یوه د سیالې لوبډلې درې لوبغاړي وسوځول. یمین احمدزي دوه ویکټې واخیستې، په داسې حال کې چې فضل‌الحق فاروقي او عظمت‌الله عمرزي هر یوه- یوه ویکټه ترلاسه کړه.

افغانستان د دې بهیر په دویمه لوبه کې ایرلنډ ته د ۹۲ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه؛ خو لومړۍ لوبه چې د اګست په پنځمه ترسره کېدله، د باران له امله بې له کومې نتیجې پای ته ورسېده.