د بشري حقونو د یو سازمان په تازه راپور کې ویل شوي چې د روان میلادي کال د پیل راهیسې په مکسیکو کې ۱۸ خبریالان وژل شوي او پدې سره دا کال پدې هیواد کې د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی دی.
د آرټیکل ۱۹ په نامه د بشري حقونو سیمه ایز مشر لیوپولودو مالدونادو د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د اتلسو وژل شویو خبریالانو څخه لږ تر لږه په ۹ قضیو کې خبریالان د خپل کار له کبله وژل شوي.
ښاغلي مالدونادو وویل، " روان ۲۰۲۲ کال ښایي پدې هیواد کې د مطبوعاتو لپاره د پیړۍ تر ټولو ناوړه وي".
تیر کال په مکسیکو کې ۱۳ خبریالان وژل شوي پداسې حال کې چې په ۲۰۲۰ کال کې ۱۴ خبریالان وژل شوي و چې پدې هیواد کې ددومره ډیر خبریالان په یو کال کې ندي وژل شوي او بې ساري دی.
دې سازمان همدارنګه پخپل راپور کې ویلي چې د روان میلادي کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې په مکسیکو کې په خبریالانو ۳۳۱ د برید کولو پیښې ثبت شوېدي.
په راپور کې ویل شوي چې ځورونه او ګواښنه ډیری هغه پیښې دي چې په مکسیکو کې خبریالان ورسره تیر کال مخامخ شویدي.
ځینې داسې پیښې هم ثبت شوي چې چارواکو د خبریالانو پر ضد د واک څخه ناوړه ګټه اخیستې او یا یې هغوي ځورولي دي.
د بشري حقونو دې ادارې ویلي چې د ۲۰۱۸ کال په پرتله چې پخوانی جمهور رئیس انریکه پینا نیاتو په واک کې و، پدې پیښو کې ۵۱.۸۳ په سلو کې ډیروالی راغلی.
آرټیکل ۱۹ پدې راپور کې ویلي چې سږ کال په مکسیکو کې څلور خبریالان په زور مجبور شوي چې خپل د اوسیدو ځایونه پریږدي او نورو سیمو ته کډه شي او همدرانګه دوه نور یې جلا وطنۍ ته اړ شوي.
په راپور کې ویل شوي، " د خبریالانو پر ضد تشدد کې چې چارواکو کوم نقش درلود، په ښکاره ترې دا ثابتیږي چې دولت د خبریالانو د حقونو او ریښتینولۍ په برخې کې د خپلو مسؤلیتونو څخه سرغړاونه کړې."
په عین حال کې د مکسیکو جمهور رئیس اندریس مانیول لوپیز اوبرادور څو ځله ویلي چې حکومت یې په مطبوعاتو برید نکوي او دا یې هم ویلي چې تازه بریدونه د جنایي ډلو کار دی.
خو د بشری حقونو دې سازمان ویلي چې تر ټولو تازه بریدونه چې په مطبوعاتو شوي، تر شا یې د دولت لاس دی.