د سپینې ماڼۍ له خوا د ترهګرۍ ضد تازه خپرې شوې ستراتیژۍ له مخې، د مخدره موادو کارټلونه، بهرنۍ ترهګرې ډلې، او کیڼ اړخي سختدریځي فعالان د امریکا پر وړاندې له مهمو درېیو ترهګریزو ګواښونو څخه شمېرل شوي دي.
د دویم ستر لومړیتوب په توګه، پدې ستراتیژۍ کې د هغو “پنځو مهمو اسلامپالو ترهګرو ډلو” پر له منځه وړلو تمرکز شوی چې د امریکا پر ضد د بهرنیو عملیاتو د ترسره کولو نیت او وړتیا لري.
پدې کې د القاعده مرکزي شبکه، د عربستان په ټاپووزمه کې القاعده (AQAP)، اسلامي دولت (داعش)، داعش-خراسان (ISIS-K)، او د مسلم ورورولۍ د شبکې هغه څانګې چې ترهګرې بلل شوې دي، شاملې دي.
سپینې ماڼۍ د افغانستان په تړاو د امریکا د ترهګرۍ ضد ستراتیژۍ په اړه د امریکا غږ افغانستان څانګې پوښتنې ته ځواب ورکړ. د سپینې ماڼۍ یوې ویاندې اولیویا ویلز زمونږ د پوښتنې په ځواب کې ویلي : د ترهګرۍ ضد د امریکا نوې ستراتیژي په څرګنده ښيي چې د تل په شان د داعش او په ځانګړي ډول د داعش خراسان څانګې په ګډون د پنځو سترو اسلامپالو ترهګرو ډلو په نښه کول او له منځه وړل مونږ ته تر ټولو لوړ لومړیتوب ګڼل کیږي.
میرمن ویلز د امریکا پر ضد د ترهګریز ګواښونو د له منځه وړلو دپاره د ولسمشر اقداماتو او وروستیو څرګندونو ته اشاره وکړه. هغې وویل: ولسمشر ټرمپ د امریکا پر ضد ترهګریز ګواښونه ځپي او هېڅکله به پرېنږدي چې کارټلونه، جهادي ډلې، یا هغه حکومتونه چې د هغوی ملاتړ کوي، زموږ د وګړو پر ضد له سزا پرته دسیسې جوړې کړي.” ـ
پدې مهم سند کې د کابل هوايي ډګر د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۲۶مې نېټې د برید د طراح نیول هم یادوي، هغه برید چې د افغانستان څخه د امریکا د وتلو پر مهال پکې ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول. محمد شریف الله وروسته د داعش-خراسان ډلې سره د مادي ملاتړ په برابرولو مجرم وپېژندل شو او ممکن تر ۲۰ کلونو بند سره مخ شي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه سند لاسلیک کړی او ویی ویل : “موږ به کارټلونو، جهادیستانو، یا د هغوي ملاتړو حکومتونو ته اجازه ورنه کړو چې زموږ د خلکو پر ضد دسیسې جوړې کړي او ددې کار سزا ونه ویني. هېڅ ډول ترهګرو ته به اجازه ورنه کړل شي چې دلته په کور دننه خوندي پناه ومومي یا له بهر څخه پر موږ برید وکړي.”
د ټرمپ ادارې ژمنه کړې چې لوېدیځه نیمه کره به د دښمنانو، سیالانو او خصمانه عناصرو لپاره د عملیاتو په مرکز بدله نه شي. نوې ستراتیژي د امریکا د پوځ لسګونه بریدونه یادوي چې د هغو بېړیو پر ضد ترسره شوي چې امریکا ته د نشه يي توکو د انتقال شک پرې کېده. د سند په وینا، دغو عملیاتو سمندري قاچاق تر ۹۰ سلنې زیات کم کړی دی.
په ستراتیژۍ کې راغلي:“موږ به د ولسمشر له خوا ترهګر اعلان شوو ټولو کارټلونو او ډلو پر ضد خپل پوځي او قانوني کمپاینونه روان وساتو. همداراز به د هغوی مالي سرچینې او د تولیدي موادو اکمالاتي لارې په نښه کړو څو د تولید او ګټې د انتقال توان یې له منځه یوسو.”
سند وايي چې منځنی ختیځ لا هم د امریکا لپاره یو مهم ګواښ دی، هغه سیمه چې د لسیزو راهیسې د امریکا د ترهګرۍ ضد عملیاتو اصلي تمرکز پاتې شوی. امریکا وایي چې د ترهګرۍ ضد موخې به “مشخصې او د واقعي ګواښونو پر تحلیل ولاړې” وي.
ولسمشر ټرمپ تېر کال د خپلې دویمې دورې له پیل یوازې اته ورځې وروسته وویل چې د ترهګرۍ ضد ډیرې اداري او ځواکونه یې د ترهګرو اهدافو د په نښه کولو لپاره ګمارلی دي. لومړنی برید د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په لومړۍ نېټه ترسره شو چې پکې د داعش یو مهم مشر ووژل شو.
سند زیاتوي:“له هغه لومړني برید راهیسې، زموږ ځواکونو په څو هېوادونو کې سلګونه جهادي ترهګر له منځه وړي، او تمرکز یې پر هغو پنځو تر ټولو خطرناکو جهادي ډلو و چې د بهرنیو عملیاتو وړتیا لري.”
د سند له مخې، د منځني ختیځ له لوري امریکا ته تر ټولو لوی ګواښ په ځانګړي ډول له ایران څخه سرچینه اخلي، هم مستقیم د هغه هیواد د اټومي او توغندیزو وړتیاوو له اړخه، او هم غیر مستقیم د هغو میلیاردونو ډالرو له لارې چې خپلو نیابتي ډلو لکه حماس، حزب الله او حوثیانو ته یې سپاري.
سند وایي چې امریکا به د ایران هغه قومندانان چې ترهګر بلل شوي، او همداراز د هغه هیواد پوځي وړتیاوې او اټومي هیلې تر هغه وخته په نښه کوي “تر څو چې د تهران رژیم نور د امریکا لپاره ګواښ نه وي.”
دغه سند ایران تورنوي چې د القاعده غړو ته “مستقیمه او ښکاره پناه” ورکوي. په اسیا کې نورو سیمو ته په اشارې سره، سند دا هم وایي چې القاعده او داعش لا هم په ګڼو هېوادونو کې فعاله شبکه ده او له بېحکومته سیمو څخه د خوندي پټنځایونو د جوړولو لپاره ګټه اخلي.
په سند کې ویل شوي “دا نه اغېزمنه ده، نه هم هوښیار ګام او یا ممکنه چې امریکا په یو وخت او هر ځای کې د ترهګرۍ ضد فعالیتونه ترسره کړي پر مخ بوځي نو له همدې امله به موږ په سویلي او مرکزي اسیا کې د ترهګرۍ ضد هڅو مسؤلیت له نورو هېوادونو سره په لا زیاتې همکارۍ سره شریک کړو.”
د درېیم لومړیتوب په برخه کې، ستراتیژي د “تاوتریخوالي د ملاتړو او سیکولر سیاسي ډلو” ګواښونه یاد شوي چې لیدلوری یې “د امریکا ضد، خورا سختدریځ، د همجنسانو ملاتړي، او د انارشیزم په احساساتو سمبال” بلل شوي دي.
سند دغه ډلې تورنوي چې د محافظهکارو کاتولیکانو، د کانګرس د غړو، یا ولسمشر ټرمپ او د هغه د ملګرو پر ضد دسیسې جوړوي. پدې کې په تېر سپتمبر کې د سیاسي فعال او د ټرمپ د متحد چارلي کرک وژنه هم یاده شوې ده.
په پای کې سند وایي “ دا اداره به د انټيفا په څېر ډلې مخکې له دې چې دوي بېګناه خلک ټپیان کړي یا ووژني، ددې ډلو د “فلج کولو” لپاره ټول موجود وسایل وکاروي.”