د امریکا له خوا د تبت د راتلونکي لپاره نوی ګام

د امریکا د سنا د دواړو ګوندونو یوې ډلې سناتورانو د AFTA(S.5362) په نوم د تبت د راتلونکي د تضمین نوی قانون وړاندې کړ ی دی.

ددې نوي قانون موخه دا ده چې د دلای لاما له ژوند وروسته هم د تبت له خلکو او د هغوی له دیموکراتیکو بنسټونو څخه د امریکا ملاتړ پیاوړی او خوندي کوي.

دا قانون د اوریګن ایالت دیموکرات سناتور جېف مرکلې او د اېډاهو ایالت جمهوري غوښتونکي سناتور جېم رېش وړاندې کړی.

د قانون له مخې، له مرکزي تبتي ادارې (CTA) سره د امریکا دوامدار تعامل به د رسمي تګلارې برخه وګرځي او دغه اداره به د تبتي خلکو د استازیتوب او دوامدارې حکومتي ادارې په توګه په رسمیت وپېژندل شي.

قانون به د امریکا له خوا له لوړپوړو تبتي چارواکو سره د لوړې کچې اړیکې هم لازمي کړي.

دغه قانون د تبتي خلکو د خپل برخلیک د ټاکلو د حق هم ملاتړ کوي او د تبت او چین د شخړې حل د امریکا له ستراتیژیکو ګټو څخه یو بولي.

د قانون ملاتړي وايي، پدې اقدام به دا ډاډ ترلاسه شي چې د تبت په اړه د امریکا پالیسي د تبتي خلکو د راتلونکي مشرتابه په اړه د بحثونو له زیاتېدو سره هم پیاوړې او د دواړو ګوندونو ګډه پالیسي پاتې شي.

د سنا دغه قانون په ولسي جرګه کې د ۲۰۲۶ کال په مې کې د استازو جېم مک‌ګورن او مایکل مک‌کال له خوا د وړاندې شوي ورته قانون بل پړاو دی.