د ټرانزیټ ستونزه د هند او افغانستان په سوداګرۍ اغیز لري

په کابل کې د هندوستان د تولیداتو د نندارتون یوه څنډه

افغان سوداګر وايي، د هند او افغانستان ترمنځ د ټرانزیټ ستونزه او دا چې پاکستان هندي ماشینرۍ افغانستان ته د ځمکې له لارې نه پرېږدي، د دواړو هیوادونو تجارتي اړېکې ټکنۍ کړي دي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې وايي، دوی تمه لري، چې نوی افغان جمهور رئیس پاکستان ته د سفر په مهال دا ستونزه اواره کړي، او پاکستان ددې اجازه ورکړي، چې هندي ماشینرۍ د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدول شي.

د افغانستان د سوداګرې او صنایعو خونو د نړیوالو اړېکو رئيس اذرخش حافظي په افغانستان کې د هندي تولیداتو د نندراتون د پرانستلو په مهال وویل د پاکستان له مسؤلینو یې څو ځلې غوښتي، چې هندي تولیداتو ته ددغه هیواد نه د لېږد لپاره اجازه ورکړي.

اذرخش حافظي وايي‪"‬ هېله لرم، د ولسمشر په سفر کې چې پاکستان ته یې لري، د ټرانزیټ د لارې مسئله هواره شي، چې مونږ ته یوه مهمه مسئله ده، او زمونږ د اقتصادي پرمختګ لوی خنډ دی، دا موضوع د سیمې د همپالنې لپاره اواره شي.‪"‬

په ورته وخت کې په افغانستان کې د هند د سفارت استازی راج سینګ پدې نندارتون کې وویل چې د هند او افغانستان ترمنځ د تجارتي اړیکو په وړاندې د ټرانزیټ ستونزه جدي ده او هند هڅه کوي چې د چابهار له لارې دا ستونزه اواره کړي.

راج سینګ وویل ‪"‬هند پدې وروستیو کې ژمنه کړې ده، د چابهار په بندرونو ۸۶ ملیونه ډالر ولګوي، دا به هند ته د افغانستان او مرکزي اسیا لپاره لاره پرانیزي.‪"‬

نن په کابل کې د هند د تولیداتو نندارتون هم چې د درېیو ورځو لپاره به وي، پرانستل شو، پدغه نندارتون کې ۲۶ هندي کمپنۍ ګډون لري او خپل تولیدات یې نندارې ته وړاندې کړي دي.

هندي پانګوالو چې پدغه نندارتون کې برخه اخېستي ده، له داسې نندارتونونو خوښي وايي، افغانستان د طبي بوټو، وچې او تازه میوې په لرلو د هندي پانګوالو د پانګونې د پام وړ دی.

د رسمي شمېرنو په اساس افغانستان او هند هر کال تر سلو ملیونو زیاته سوداګریزه راکړه او ورکړه لري، همدا تېر کال افغانستان له هند ۱۵۰ ملیونه ډالره واردات او ۱۰۲ ملیونه ډالره ورته صادرات لرل.

هر کال د هند او افغانستان ترمنځ د تولیداتو نندارتونونه دایریږي، او ډېر کله افغانستان خپل تولیدات په هند کې نندارې ته وړاندې کوي.

افغان سوداګر وايي، هند په سیمه کې یو پرمخ ودې اقتصادي ځواک بدلېدونکی هیواد دی او د تاریخي اوډون په پام د افغانستان میوه پدغه هیواد کې له ښه نوم برخمنه ده.

خو د افغانستان او هند ترمنځ د تېرو کلونو ستونزه د لارې د نښلولو ده چې دا تشه د لږ تر لږه د افغان سوداګرو په خبره د لمدې میوې سوداګري زیانمنه کړې ده