په امریکا باندې د سپټمبر ۱۱ مې بریدونو د اصلي مشکوک طراح د محاکمې نیټه اعلان شوه

د متحده ایالاتو د نظامي محکمې یو قاضي د خالد شیخ محمد او دریو نورو کسانو چې تور پرې دې په امریکا باندې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱ مې نیټې د ترهګریزو بریدونو په دسیسې جوړولو کې یې لاس درلود، د محاکمې نیټه اعلان کړله.

د هوایي ځواکونو ډګرمن مایکل اې سکراما په خپل حکم کې لیکلي چې د دغو کسانو محاکمه به د ۲۰۲۸ کال د جون میاشتې په پنځمه نېټه پیل شي.

څارنولانو د ۲۰۲۷ کال د جنوري میاشتې د محاکمې لپاره غوښتلې وه خو د قاضي په حکم کې ویل شوي چې اضافي وخت ته ځکه اړتیا شته چې د محاکمې وړاندې یو لړ اختلافات حل شي چې پر وخت د شواهدو وړاندې کولو څرنګوالي پر سر اختلافات هم پکې شامل دي.

تر دې وړاندې هم څو ځله د متحده ایالاتو پوځ او حکومتونو د څه باندې دوو لسیزو راهیسې کوښښ کړی و چې خالد شیخ محمد محاکمه کړي.

په خالد شیخ محمد تور دی چې په امریکا باندې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱ مې بریدونو رهبري یې کوله او پلان یې جوړ کړی و.

د خالد شیخ محمد سربیره به ولید بن اتش، علي عبدالعزیز علي او مصطفی الهوساوي هم محاکمه کیږي. دوي په کیوبا کې د ګوانتانامو په زندان کې ساتل کیږي.

د ۲۰۰۱ د سپتمبر په ۱۱مه نېټه دوې غبرګې مسافر وړونکې الوتکې په نیویارک کې د نړیوال تجارتي مرکز له غبرګو ودانیو سره وجنګول شوې. په دغو بریدونو کې د راپورونو په اساس څه باندې ٢٩٠٠ کسان ووژل شول او ٦٠٠٠ نور ژوبل شول. امریکا د القاعده ډله، چې هغه وخت یې مشر په افغانستان کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې ژوند کاوه، تورنه کړه چې دا بریدونه یې کړي دي.

امریکايي ځواکونو په ۲۰۱۱ کال کې د پاکستان په ایبټ اباد کې د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن وواژه او څو کاله وروسته یې ځای ناستی ایمن الظوهري هم په کابل کې د امریکا په یو هوايي برید کې ووژل شو.