د سویس د داووس په ښار کې د نړیوالې اقتصادي غونډې په څنډه کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان صدراعظم نواز شریف او د متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر جو بایډن سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړې.
په دغه غونډه کې د افغانستان ولسمشر او د امریکا مرستیال ولسمشر ټینګار وکړ چې د سولې پروسه باید د کاغذ پر مخ پاتې نه شي، بلکې په دې برخه کې یوه داسې موافقه رامنځته شي چې په نتیجه کې یې د سولي په لور د عملي ګامونو د اخیستلو لپاره د خبرو دقیقه نیټه معلومه شي.
د پاکستان صدراعظم وویل چې د هغو کسانو په وړاندې به د پوځي ځواک په شمول له نورو لارو نه استفاده وشي چې د سولې له پروسې نه انکار کوي.
ولسمشر غني څرګنده کړه چې سره له دې چې د سولې له پروسې سره د یوځای کیدلو لپاره به د طالبان وهڅول شي، خو د اساسي قانون او د ښځو د خقونو په اړه به هیڅ معامله رامنځته نه شي.
د داووس نړیواله اقتصادي غونډه او نړیوال فقر
بل لوري ته د داووس په ښار کې نړیواله اقتصادي کلنۍ غونډه په داسې حال کې روانه ده چې د نړۍ د یو څو تر ټولو شتمنو کسانو او د بې وزلو او بې کوره خلکو تر منځ د یو بې ساري توپیر په اړه راپورونه خپاره شوي دي.
په غونډه کې د هوبو په نامه د جنوبي کوریا روباټ یا ماشیني انسان د نورو سیاسي او تجارتي مشرانو په پرتله زیات پام ځان ته اړولی دی. دا د چټکو تکنولوژیکي نوښتونو یو نوی پړاو څرګندوي. خو د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیال جو بایډن وايي چې هر څوک به ددې د اخیستلو وړتیا و نه لري. هغه وویل چې په پای کې به زمونږ ټولنه په دوو ډولونو وویشل شي.
ښاغلي بایډن د آکسفام موسسې د هغه رپوټ له خپریدو څخه څو ورځې وروسته کولې چې وایي دوه شپیته کسان د نړۍ د نیمو وګړو شتمني لري. ښاغلي بایډن له سیاسي او تجارتي مشرانو نه وغوښتل چې د هر چا لپاره فرصتونه برابر کړي.
د متحده ایالاتو د ولسمشر مرسیتال وویل " کله چې د یو ښه ژوند هیلې پای ته رسیږي، نو دا خپګان، قهر او نا امیدۍ رامنځته کوي او ارتجاعي سیاستوالو، له پردیو نه د ویرې، او د مهاجرت ضد، ملیت پالنۍ او د منزوي ژوند پلوي نظریاتو لپاره ښه زمینه برابروي. له دې امله، د هر هیواد اجتماعي جوړښت ټوټه ټوټه او د بې ثباتۍ سبب ګرځي."
په نړیواله اقتصادي غونډه کې د مهاجرت په ستونزې بحثونه
د نوښتونو په دې پړاو کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې رئیس پیټر مارر وايي چې نړیواله ټولنه دیته اړتیا لري چې د مهاجرینو د روان بحران لپاره نوي نوښتونه رامنځته کړي، ځکه چې دودیزې لارې چارې اوس سم کار نه کوي.
ښاغلی مارر وايي "بې له شکه هغه حالت د منلو وړ نه دی چې مونږ په تیرو دوو اونیو کې د سوریې په محاصره شویو ښارونو کې لیدلی دی."
ملګري ملتونه وايي چې شاوا خوا څلور سوه او پنځوس زره خلک د سوریې په بیلا بیلو ځایونو کې د حکومت، داعش او نورو ډلو تر محاصرې لاندي دي.
دا په داسې حال کې ده چې سوري مهاجرین په اردن کې د وګړو شل سلنه تشکیوي. ددې هیواد ملکه رانیه وايي د لنډې مودې د حل لارې د اوږدي مودې ستونزې زیږوي. هغې له شتمنو هیوادونو نه وغوښتل چې د مهاجرینو لپاره یوه ځانګړې اقتصادي سیمه جوړه کړي.
ملکه رانیه وايي "که مونږ دا کار وکړو، نو مونږ نه یوازۍ د مهاجرینو د لګښتونو د کمولو لپاره هغوی ته د پر ځان بسیا احساس ورکوو بلکه مونږ هغوی ته هغه مهارتونه او روزنه ورکوو چې هیواد ته له ستنیدلو نه وروسته به ترینه ښه استفاده وکړي."
د نړیوالو مشرانو په مخکې یوه ستره ستونزه د ترهګرۍ د خپریدلو مخنیوی دی چې په هرځای کې ټولنې ګواښوي.