چارواکي وايي دغو ټانکرو کې بې کیفیته سون توکي راوړل شوي او لدې کبله د تصفیې اجازه نه ورکول کیږي.
د افغانستان او ترکمنستان تر منځ په آقینې بندر کې لسګونه ټانکران ظاهراً لدې کبله تم شوي چې بې کیفیته تیل او ګاز رالیږدوي. اوس د دغو ټانکرانو شرکتونه شکایت کوي چې دغه کار دوي ته درانه مالي زیانونه اړولي دي او حکومت باید په بیړه د ستونزې هوارې وکړي.
د تیلو او ګازو د واردوونکو اتحادیه وایي چې د آقینې په بندر کې د هر دریدلي موټر ارزښت ۱۲۰۰۰ ډالره دی او سوداګر نور دغه تاوان نشي زغملی. دوي د افغانستان د نفتي موادو د کیفیت د ارزونې ادارې له فعالیت څخه راضي نه دي. د نفتي موادو د اتحادیې مسئول، محمد شریف لباب وایي چې په هرو ۲۴ ساعتونو کې د هر موټر په سر دوي ۱۰۰ ډالره "روډ پاس" فیس ورکوي.
آقینه د افغانستان او ترکمنستان تر منځ مهم سوداګریز بندر دی چې ډیر د نفتي او سون توکو د وارداتو لپاره کارول کیږي.