د ترکیې پارلمان له پاکستان او سعودي عربستان سره دفاعي تړون تصویب کړ

د ترکیې پارلمان

د ترکیې پارلمان د پنجشنبې په ورځ، د نومبر په پنځمه، له پاکستان او سعودي عربستان سره ګډ دفاعي تړون تصویب کړ. دغه تړون انقرې ته لاره هواروي چې د یمن د حوثي وسله‌والو د بریدونو پر وړاندې له سعودي عربستان سره پوځي ملاتړ وکړي.

د مکې په نوم دغه دفاعي تړون د روان کال په اګست کې د ترکیې، پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ لاسلیک شوی و او تېره میاشت د تصویب لپاره د ترکیې پارلمان ته وړاندې شو.

د تړون له مخې، پر یوه غړي هېواد برید د ټولو غړو هېوادونو پر وړاندې برید ګڼل کېږي.

رویټرز خبري اژانس د تېرې میاشتې په راپور کې د ترکیې د واکمن ګوند د یوه غړي له قوله ویلي وو چې انقره به پارلمان ته یو بل وړاندیز هم وړاندې کړي، څو د دغه تړون له مخې سعودي عربستان ته د خپلو پوځي سرتېرو د استولو اجازه ترلاسه کړي.

دا تړون په داسې حال کې تصویبېږي چې سعودي عربستان د ایران په ملاتړ د یمن د حوثي وسله‌والو له بریدونو سره مخ دی.