د متحدو ایالیتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ د چهارشنبې په شپه ډسمبر ۱۷ د واشنګټن ډي سي په وخت د شپې په نهو بجو خپل ولس ته وینا وکړه.
ښاغلي ټرمپ په خپلې وینا کې وویل چې حکومت یې هغه اقتصادي ستونزې او ننګونې سموي چې له تېر حکومت څخه ده ته په میراث کې پاتې دي. هغه همدغه راز د امریکا د سرحدونو د خوندیتوب او دنشه يي توکو سره د متحدو ایالتونو د مبارزې یادونه هم وکړه.
نوموړي وویل چې ده ته ورپاتې ګډوډي به «سموي» او ژمنه یې وکړه چې بل کال به د امریکا په تاریخ کې د مالیاتو تر ټولو بیساری کموالی راولي. هغه وویل چې حق الزحمې لوړې شوې او د کورونو مورګیجونه به کمېږي.
ولسمشر ټرمپ زیاته کړه: «د دغه کامیابیو ډېره برخه د تعرفو له کبله دي. د تعرفې کلمه زما د خوښې کلمه ده، چې له لسیزو راهېسې نورو هېوادونو زموږ په ضد کاروله، خو نور نه. هېوادونه پوهېږي که په امریکا کې جوړ شي، تعرفې به پرې نه وي، همدا علت دی چې متحدو ایالتونو ته په بېسارې شمېر کې را روان دي.»
هغه همدغه راز د سولې په اړه د خپلو هڅو او د نشه يي توکو د قاچاقو د مخنیوي په اړه د خپلو اقداماتو یادونه وکړه. ښاغلي ټرمپ وویل چې له بحر او سمندر له لارو د نشه يي توکو قاچاق ۹۴فیصده کم شوی دی.
هغه وویل: «موږ په خپلو ښوونځیو کې د شریرو بنسټپالو کنټرول مات کړ... ما د امریکا ځواک بېرته راوګرځوه، په لسو میاشتو کې مې اته جګړې خلاصې کړې، د ایران اتومي ګواښ مې ختم کړ او په غزې کې مې جګړه پای ته ورسوله، په منځني ختیځ کې مې په لومړي ځل په ۳۰۰۰ کالونو کې سوله راوستله.»
د ښاغلي ټرمپ پوره وینا دلته اورېدلای شی: