د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ خپل ولس ته وینا کوي


د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ
د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ

ټاکل شوې چې نن چهارشنبه د واشنګټن ډي سي په وخت د شپې په نهو بجو (۹:۰۰)، چې د کابل په وخت د پنجشنبې د سهار ۶:۳۰ کېږي، د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې خپل ولس ته وینا وکړي.

ولسمشر ټرمپ د خپل ټروټ سوشل په حساب کې لیکلي دي چې «ستاسو لیدلو ته سترګې په لار یم. دا زموږ د هېواد لپاره یو عالي کال و او تر ټولو غوره یې را روان دي!»

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیووت د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې ولسمشر ټرمپ به «تر ډېره په تېرو ۱۱ میاشتو کې د خپلو لاس ته راوړنو، خپل عظمت ته زموږ د هېواد د بېرته ستنولو، په راتلونکو دریو کلونو کې... د هغه د ټولو پلان شویو کارونو د روان ساتلو په اړه خبرې وکړي.»

د ولسمشر ټرمپ وینا د امریکا غږ په فیسبوک پاڼو کې ژوندۍ خپرېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG