د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ او میرمن یې میلانیا ټرمپ د شنبې په ورځ (مارچ اوومه) د متحدو ایالتونو د دلاویر د دوفر په هوايي اډې کې د هغو امریکایي سرتېرو د جسدونو د «ویاړلي انتقال» په مراسمو کې برخه واخیسته چې د امریکا او ایران ترمنځ جګړې کې وژل شوي.
د متحدو ایالتونو د جګړې وزارت وایي چې د امریکا اوایران ترمنځ جګړې کې د یکشنبې په ورځ (مارچ لومړۍ) د کویټ د شعیبه په بندر کې د ایران د بې پیلوټه الوتکې په برید کې شپږ امریکایي سرتېري وژل شوي دي.
د ولسمشر ټرمپ مرستیال جي ډي ونس، د جګړې وزیر پټ هګسیت او ځینو نور امریکایي مقاماتو هم په دغو مراسمو کې برخه اخیستې وه.
ولسمشر ټرمپ له دغې پېښې وروسته ژمنه وکړه چې د دغو سرتېرو د وینو غچ به اخلي.
د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوي امریکایي سرتېري
ښاغلي ټرمپ د فلورېډا ایالت د میامي په ښار کې د لاتینې امریکا مشرانو سره د «امریکا سپر» په غونډې کې د دغو امریکایي سرتېرو وژل کېدل «ډېرغمژن وضعیت» وباله.
هغه وویل چې دا سرتېري «بېرته هیواد ته هاغسې چې فکر یې کوو، په متفاوت ډول راستنېږي... مګر دوی زموږ په هیواد کې لوی اتلان دي او موږ به یې همداسې یاد ساتو.»
د «ویاړلي انتقال» مراسم د هغو امریکایي سرتېرو په درناوي جوړېږي چې د خپل هېواد لپاره یې سر قربان کړی وي.
ولسمشر ټرمپ په خپل لومړي دور کې د سرتېرو د «ویاړلي انتقال» مراسم د ولسمشر په توګه «ستونزمن» کار وباله.