د لاس رسي وړ اتصالات

Donald Trump
Donald Trump

ټرمپ: ایران زما له استازو سره له مذاکراتو پرته بل انتخاب نلري

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ امریکايي رسنۍ نیویارک پوست ته په خپلې نننۍ دوشنبه (اپریل۲۰) مرکې کې دا راپورونه رد کړل چې ګنې ایران د خبرو په دویمې مرحلې کې ګډون نه کوي.

۲۱:۴۹ ۵.۲.۱۴۰۵

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د ایران سره د سولې مذکراتو په موخه پاکستان ته د امریکايي استازو سفر یې لغو کړی دی.

هغه اکسیوس خبري شبکې ته وویل: "زه [د خبرو اترو]په اوسني حالت کې په یو ۱۸ ساعته پرواز باندې د دوی د لیږلو کومه ګټه نه وینم. دا ډیر اوږد [سفر] دی. موږ دا کار د تلیفون له لارې هم کولی شو. ایرانیان که وغواړي، کولی شي موږ ته زنګ ووهي. موږ یوازې هلته د ناستې لپاره سفر نه کوو."

ټاکل شوې وه چې د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی سټیف ویټکاف او سلاکار جریډ کوشنر له ایران سره د مذاکراتو د بل پړاو دپاره د شنبې په ورځ (د اپریل ۲۵مه) اسلام اباد ته لاړ شي.

۲۰:۰۲ ۵.۲.۱۴۰۵

واشنګټن وايي، ټاکل شوې ده چې مرکچیان یې د ایران سره د مذاکراتو د بل پړاو دپاره د شنبې په ورځ (د اپریل ۲۵) پاکستان ته لاړ شي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کرولاین لیویټ خبریالانو ته وویل چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرېکړه کړې چې د متحدو ایالاتونو ځانګړی استازی سټیف ویټکاف او سلاکار جریډ کوشنر د ایران سره د خبرو د دوام دپاره اسلام اباد ته ولیږي.

لیویټ وویل: «ولسمشر ټرمپ د پوځي اقداماتو اختیار لري، او د اعلی قومندان په توګه هغه تل دا اختیار ساتي. خو دا وخت هیله بخښونکې ډپلوماسۍ دوام لري او موږ به ترهغه ځایه ورسیږو چې د ولسمشر سور خط پلی شي.»

۲۲:۵۸ ۱.۲.۱۴۰۵

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې ایران یې له استازو سره له مذاکراتو پرته بل انتخاب نه لري.

په همدې حال کې د امریکا پوځ په ایران باندې د بریدونو د بیا پیلولو تابیا کوي، او ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړی دی که کوم توافق ونه شي، د ایران د رژیم په ضد به د بمونو کمپاین بیا پیل شي. ولسمشر ټرمپ د امریکا د CNBC تلویزوني شبکې سره په خبرو کې وویل چې د ایران مذاکره کوونکو د خبرو د دویم پړاو د «پرمخ بیولو لپاره تائیدي» اخیستې ده. ټاکل شوې دا خبرې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې وشي.

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه: «زه فکر نه کوم هغوی دې کوم انتخاب ولري. هغوی باید خبرې وکړي.» ایراني مقاماتو تر دې دمه په رسمي ډول په خبرو کې د رژیم ګډون تائید کړی نه دی. پاکستان، چې د خبرو کوربه دی، هم د دویم پړاو مذاکراتو د پیل نېټه اعلان کړې نه ده.

۲۲:۲۷ ۳۱.۱.۱۴۰۵


د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ امریکايي رسنۍ نیویارک پوست ته په خپلې نننۍ دوشنبه (اپریل۲۰) مرکې کې دا راپورونه رد کړل چې ګنې ایران د خبرو په دویمې مرحلې کې ګډون نه کوي.

تر دې مخکې ځینې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د متحدو ایالتونو د ځواکونو له لوري د یوې بېړۍ له نیولو وروسته به ایران په دغو مذاکراتو کې برخه وانخلي. خو ولسمشر ټرمپ وویل چې دا مذاکرات به کېږي او زیاته یې کړه که دواړه خواوې توافق ته ورسېږي، هغه غواړي چې په خپله له لوړ پوړیو ایراني مقاماتو سره وویني. ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې د هغه مرستیال جی ډي ونس، د هغه ځانګړی سلاکار سټیف ویتکاف او د هغه مشاور جیرد کوشنیر اسلام اباد ته روان شوي دي.

د واشنګټن-تهران مذاکرات؛ جی ډي ونس د امریکايي پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته تللی



نور پورته کول

XS
SM
MD
LG