ولسمشر ټرمپ کاناډا د غزې د څار د سولې له بورډ څخه واېستله

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کاناډا صدراعظم مارک کارني د غزې د چارو د څارنې لپاره د سولې له جوړ شوي بورډ څخه وایست. د سولې بورډ د پنجشنبې په ورځ د سویس په داووس ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم په مراسمو کې په رسمي ډول تصویب شو.

ولسمشر ټرمپ خپلې ټولنیزې شبکې ټروټ سوشیل کې په یوه پوسټ کې، کارني ته خبر ورکړ چې هغه او کاناډا به نور د بورډ غړي نه وي، دا یو نړیوال سازمان دی چې د ولسمشر ټرمپ لخوا د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر د اوربند وروسته د غزې د بیارغونې او انتقالي حکومت د څارنې لپاره رامنځته شوی.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د جنورۍ په ۲۲مه په خپل پوسټ کې ولیکل: "ښاغلی صدراعظم کارني: اجازه راکړئ چې دا لیک تاسو ته اطلاع درکړي، چې د سولې بورډ، په هغه څه کې چې تر دې دمه به د نړۍ د مشرانو تر ټولو غوره تشکیل شوی بورډ وي، د کاناډا د یو ځای کېدو په اړه خپله بلنه بېرته واخلي. دغې موضوع ته مو له پاملرنې مننه."

سپینې ماڼۍ او د کاناډا د صدراعظم دفتر په دې اړه د پوښتنو په ځواب کې سمدستي تبصره نده کړې.

ولسمشر ټرمپ د دې اقدام دلیل نه دی څرګند کړی، که څه هم د کاناډا څخه د بلنې بیرته اخیستل د ګاونډیو قدرتونو د مشرانو ترمنځ د تعرفو او نړیوالو چارو په اړه د اختلافاتو وروستی زیاتوالی په ګوته کوي.

سپینې ماڼۍ ویلي چې تمه کیږي شاوخوا ۳۰ هیوادونه به د سولې په دې بورډ کې شامل شي، او شاوخوا ۵۰ هیوادونو ته بلنه ورکړل شوې ده.

اکثرو هیوادونو دمخه اعلان کړی چې دوی به د سولې د بورډ سره یوځای شي؛ اکثره اروپایي هیوادونو انکار کړی او ځینو نورو یې لا تر اوسه ځواب نه دی ورکړی.

په هغو هېوادونو کې چې له دې ډلې سره یوځای شوي دي ارجنټاین، البانیا، ارمنستان، اذربایجان، بحرین، بیلاروس، بلغاریه، مصر، هنګري، اندونیزیا، اردن، قزاقستان، کوسوو، مراکش، منګولیا، پاکستان، قطر، سعودي عربستان، ترکیه، متحده عربي امارات، ازبکستان او ویتنام شامل دي.

فرانسه، ناروې، سلووینیا، سویډن او انګلستان هغه هېوادونه دي چې اعلان یې کړی چې د اوس لپاره به په پلاوي کې شامل نه شي.

د دې بورډ رول د غزې په اړه د لومړني تمرکز څخه نیولې، د نړیوالو شخړو د حل او په ټوله نړۍ کې د ثبات د رامینځته کولو کې تر مرستې پورې پراخ شوی دی.

په پیل کې ټاکل شوې و چې دا د نړۍ د مشرانو د یوې کوچنۍ ډلې په توګه د غزې د اوربند پلان، بشري مرستو، د حماس د ترهګرې ډلې بې وسلې کولو او بیارغونې څارنه وکړي.

ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د سویس په داووس ښار کې د مدیره بورډ د منشور د لاسلیکولو په مراسمو کې د ارجنټاین، هنګري، اندونیزیا، سعودي عربستان او ترکیې د مشرانو او د ۱۴ نورو هیوادونو استازو ته وینا وکړه.

هغه وويل: "کله چې دا بورډ په بشپړه توګه جوړ شي، موږ تقریبا هر هغه څه کولی شو چې موږ یې غواړو. موږ به دا د ملګرو ملتونو په همکارۍ ترسره کړو."

د سپینې ماڼۍ د بورډ منشور وايي هدف یې دا دی چې "ثبات ته وده ورکوي، د اعتبار وړ او مشروع حکومتداري بیرته راولي، او په هغو سیمو کې چې د شخړو له امله اغیزمن شوي یا ګواښل شوي دي تلپاتې سوله یقیني کوي."

منشور دا هم په ګوته کوي چې هغه هیوادونه چې دایمي څوکۍ غواړي باید د بورډ د فعالیتونو دپاره مکلف دي چې ۱ میلیارد ډالر تادیه کړي.

دا بورډ خپل فعالیت یوازې تر غزې پورې نه محدودوي.

ټرمپ په داووس کې خبریالانو ته وویل: "دا بورد به ډېر هغه کارونه ترسره کړي چې ملګرو ملتونه باید ترسره کړي وای."

ټرمپ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته په دې بورډ کې د څوکۍ د وړاندیز د پریکړې په اړه، وویل، "هو، زه په دې کې ځینې جنجالي خلک لرم، خو دا هغه خلک دي چې کارونه کوي."

کریملین ویلي چې دا بلنه په پام کې نیسي، او پوتین د پنجشنبې په ورځ وویل چې کریملین به بورډ ته ۱ میلیارد ډالر مرسته وکړي که چیرې وکولی شي د روسیې کنګل شوي شتمنۍ وکاروي.