د غزې لپاره د "سولې بورډ" منشور، نن پنجشنبه (د جنورۍ ۲۲) د سویس په داووس ښار کې د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د یو شمېر هېوادونو د استازو په حضور کې لاسلیک شو.
د دې نوښت موخه په غزې کې د سولې خوندي کول، د دې سیمې بې وسلې کول او د غزې بیا رغول ښودل شوي دي.
ولسمشر دونالډ ټرمپ د دې منشور له لاسلیک کولو مخکې وویل: "هر څوک چې دلته حاضر دی، یو ستوری دی. هیڅ شی نشي کولی د سولې په وړاندې ودریږي او دا خورا مهمه ده. د داسې یو اقدام لپاره له داوس څخه غوره ځای نه و.»
ټرمپ په خپلو خبرو کې د حماس ډلې ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې "هغوی باید خپلې وسلې کیږدي او که دا کار ونه کړي، نو کار به یې تمام شي".
د متحدو ایالتونو ولسمشر زیاته کړه: "موږ د غزې بې وسلې کولو او په ښکلي ډول د هغې بیارغونې ته ژمن یو."
ډونالډ ټرمپ له دې خبرو وروسته، د "سولې بورډ" د جوړولو رسمي اسناد لاسلیک کړل.
دا سند د بحرین، مراکش، ارجنټاین، ارمنستان، اذربایجان، بلغاریا، مجارستان، اندونیزیا، اردن، قزاقستان، کوسوو، پاکستان، پاراګوای، قطر، سعودي عربستان، ترکیه، متحده عربي امارات، اوزبیکستان او د منګولیا د مشرانو او استازو له لوري لاسلیک شو.
په دې مراسمو کې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په دې نوښت کې د ولسمشر ټرمپ د ونډې په اړه وویل: "دا یوازې د سولې یوه بورډ نه دی؛ دا د عمل بورډ دی، لکه څنګه چې ولسمشر ټرمپ د عمل یو ولسمشر دی."
روبیو زیاته کړه: "دا ټولګه له هغو مشرانو څخه جوړه شوې چې په عمل باور لري او د متحدو ایالتونو ولسمشر هم هغه څوک دی چې کارونه پایلې ته رسوي."
د مارکو روبیو په وینا که څه هم اوس د دې بهیر اصلي تمرکز په غزې باندې دی، خو دا بڼه د نړۍ په نورو برخو کې د شخړو د حل لپاره یو مثال کېدای شي.
په دې غونډې کې د ولسمشر ځانګړي استازي سټیف ویتکاف، وویل: "په غزي کې سوله ناممکنه ښکارېده، خو د ډونالډ ټرمپ تر لارښوونې لاندې موږ دا کار ترسره کړ."
دغه راز د ډونالډ ټرمپ سلاکار، جیرد کوشنر، دا هوکړه "د یوې نوې لارې پیل" وبلله او ویې ویل: "جګړه پای ته رسېدلې او زموږ موخه د اسرائیلیانو او فلسطینیانو ترمنځ دایمي سوله ده؛ داسې سوله چې د پانګوالو د راتګ او د غزې د پراختیا زمینه برابره کړي."
د ډونالډ ټرمپ له خوا د وړاندې شوي پلان له مخې، د "سولې پلاوي" په نوم یو نړیوال هیئت به د غزې د لنډمهاله ادارې څارنه په غاړه ولري.
سپینې ماڼۍ هم د جدي میاشتې په ۲۶ په یوې اعلامیې کې وویل چې "د غزې د ادارې ملي کمیټه" به د ډاکټر علي شعث په مشرۍ وي، چې د عامه بنسټونو د بیارغونې، د بنسټیزو خدماتو د بیا راژوندي کولو او د سیمه ایزې حکومتولۍ د زیربناو د جوړولو مسوول به وي.
فورم \ دبحث خونه