په غزه کې د سولې د پلان د پلې کولو لپاره د متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سلاکار او د منځني ختیځ مذاکره کوونکي جرېډ کوشنر د دوشنبې په ورځ (اګست ۱۷) په بیت المقدس کې د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره وکتل.
کوشنر له دې یوه ورځ مخکې د حماس له مشر خلیل الحیه سره په مصر کې خبرې کړې وې.
د فرانسې خبرې اژانس د ډیپلوماټیکو سرچینو په حواله ویلي چې د تړلو دروازو ترشا د کوشنر او نتنیاهو سره په دې غونډه کې د بریتانیا پخوانی صدراعظم ټوني بلېیر او د ولسمشر ټرمپ لخوا جوړ شوي د سولې د بورډ مشر نیکولای ملادنوف هم حاضر وو.
ددې غونډې جزئیات سمدستي نه دي خپاره شوي.
د غزې د سولې پلان ددې تړانګې د شاوخوا دوو میلیونو فلسطینیانو وضعیت، په جګړو کې د ویجاړې شوې غزې بیا رغونه، او پر دې سیمې د راتلونکي کنټرول مسئله په بر کې نیسي.
حماس ویلي چې له پلان سره یې موافقه کړې ده، چې پکې ددې ډلې بې وسلې کېدل هم شامل دي.
Your browser doesn’t support HTML5
په غزه کې د حماس او نورو وسله والو ډلو د بې وسلې کولو لپاره هوکړه
د حماس ډلې له منځګړو او د امریکا له خوا جوړ شوي د سولې بورډ څخه غوښتي چې اسرائیل ددې پلان لاسلیک کولو ته اړ کړي. خو اسرائیل، چې د پلان له مخې باید په تدریجي ډول له غزې څخه ووځي، وایي چې له غزې څخه د اسرائیلي ځواکونو له وتلو وړاندې لومړی باید حماس په بشپړه توګه بې وسلې شي.
ولسمشر ټرمپ تر دې وړاندې ویلي وو چې له اسرائیل سره دې موضوع په اړه پوهای موجود دی. اسرائیلي ځواکونه اوس مهال د غزې د تړانګې شاوخوا ۶۰ سلنه برخه تر خپل پوځي کنټرول لاندې لري.
منځني ختیځ ته د کوشنر سفر او وروستیو لیدنو کتنو د غزې په تړانګه کې د فلسطینیانو ترمنځ د یوې دوامدارې سولې لپاره هیلې ټوکولي دي.
خو د اسرائیل او حماس ترمنځ د هوکړې د عملي کېدو مهال وېش او د دواړو لورو د ژمنو پر څرنګوالي اختلافونه لا هم د غزې د سولې پلان د بشپړ پلي کېدو پر وړاندې د مهمو خنډونو په توګه پاتې دي.