ټرمپ: که مجبور نشم، غوره ګڼم پاتې ایران وران نکړم

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي نغواړي هغه څه چې په ایران کې پاتې دي له منځه یوسي.

ولسمشر ټرمپ چې د پنجشنبې په ورځ (نومبر پنځمه) په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو سره خبرې کولې وویل چې اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي د مخنیوي په هدف، امریکا مسلح او چمتو ده.

نوموړي د ایران په وړاندې د نظامي عملیاتو د پراختیا د احتمال په اړه وویل چې واشنګټن به ډیر ژر د راتلونکو ګامونو په اړه پریکړه وکړي.

ټرمپ وویل:"موږ هلته اوه میاشتې کیږي چې پاتې یو او موږ پر هر هغه څه کنټرول لرو چې غوښتل مو کنټرول یې وکړو. او اوس به موږ یوه پرېکړه وکړو.ایا غواړو چې نور هم وړاندې لاړ شو او یوازې یې تصدیق کړو. د تصدیق کولو مانا داده چې دا هیڅ وخت بیا پيښ نشي؟ زما په اند هغوی به ۲۵ کلونو ته اړتیا ولري چې هیواد ورغوي. زه به غوره وګڼم چې د امکان تر حده د هېواد پاتې برخه ویجاړه نه کړم. خو شاید زه به مجبور شم. تاسو به ډېر ژر پوه شئ."

په عین حال کې فاکس نیوز او اکسیوس خبري رسنیو راپور ورکړی چې ولسمشر ټرمپ د چهار شنبې او پنجشنبې په ورځو په سپینه ماڼۍ کې د خپل ملي امنیت له ټیم سره لیدلي او په ډې یې بحث کړی چې آیا پر ایران پراخ نظامي عملیات پیل کړي که نه.

بلخوا راپورونه وایي چې د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ پر ایران د احتمالي عملیاتو لپاره وروستی چمتوالي نیسي.

ولسمشر ټرمپ په خپلو خبرو کې ویلي چې ایران، د امریکا د منظورۍ نه پرته د خپل اټومي پروګرام په اړه څه نشي کولی.

نوموړي د یوه خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې منځګړو د ایران د اټومي پروګرام د برخلیک په اړه هغه هیواد ته یو لړ وړاندیزونه ورکړي، وویل:

ټرمپ وویل:"هغوی زموږ له منظورۍ پرته هیڅ څه هم نه کوي. په یاد ولرئ ما تاسو ته څه وویل؟ ایران به هیڅ وخت اټومي وسلې ونلري. هغوی زموږ له منظورۍ پرته هیڅ څه هم نه کوي."

بلخوا رویټرز خبري آژانس د یوه جګپوړي ایراني چارواکي په حواله ویلي دي چې ایران د قطر په واسطه واشنګټن ته د خپل اټومي پروګرام په اړه یو وړاندیز سپارلی او دا وړاندیز اوس د متحدو ایالتوتونو له خوا کتل کیږي.

دغه ایراني چارواکي ویلي پر دې وړاندیز به وروسته له هغه بحث وشي چې واشنګټن د ایران اوو غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي.

امریکایي چارواکي په داسې حال کې د ایران په تړاو دغه څرګندونې کوي چې قطر د جمعې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې ولسمشر ټرمپ او د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني په ټلفون خبري کړي او د سیمه ایز کړکیچ د هواري په هدف یې د یوې جامع هوکړې د ترلاسه کیدو په اړه د قطر په هڅو بحث کړی دی.