د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د پنجشنبې په ورځ (د جنورۍ ۲۲) وویل چې د هغه حکومت به د ایران د اسلامپاله رژیم له مشرانو سره خبرې وکړي او په هغوی به غږ وکړي چې هغه اټومي فعالیتونه ودروي چې وسلې ترې جوړېږي.
ټرمپ دا څرګندونې د سویس په داووس ښار کې د "سولې بورډ" د سازمان په افتتاحیه غوڼدې کې وکړې.
د "سولې بورډ" به د اسرائیل او د ایران تر ملاتړ لاندې د حماس ترهګرې ډلې ترمنځ د دوه کلنې جګړې وروسته د غزې د وضعیت څارنه کوي.
ټرمپ د منځني ختیځ د سولې په اړه د خبرو په مهال وویل: "ایران غواړي خبرې وکړي، او موږ به خبرې وکړو." هغه د دې خبرو د پیل مهال ویش اعلان نه کړ.
ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ له امریکایي شبکې سي ان بي سي سره په یوې مرکې کې له ایران څخه وغوښتل چې د اټومي وسلې د ترلاسه کولو هڅه ودروي.
ډونالډ ټرمپ وویل: "هغوی باید اټومي فعالیتونه ودروي. هغوی په اټومي وسلو تجربې ته دوام ورکوي او تاسو پوهیږئ چې یو وخت به دوی ته دا فکر پیدا شي چې دوی دا کار نشي کولی... موږ اجازه نشو ورکولای چې دا ولري."
ایران له څو اونیو راهیسې په هغو لاریونونو کې ګیر دی چې د انفلاسیون په ګډون د دی هیواد د اقتصادي ستونزو په تړاو د غوسې له امله رامنځته شوي دي.
ټرمپ وویل چې په لاریونونو کې په زرګونه کسان د رژیم د ځواکونو له خوا په "بې رحمانه" توګه وژل شوي دي.
کله چې له ولسمشر څخه وپوښتل شول چې د هغه د مداخلې له کبله به په ایران کې د څومره کسانو ژوند ژغورل شوی وی، هغه وویل: «زرګونه کسان، زرګونه کسان او تر دې زیات.»
د متحدو ایالتونو ولسمشر د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ایران د رژیم د وحشیانه ځپلو په ځواب کې د ایران په وړاندې د اقدام کولو څخه څه شي منع کړ، وویل: "هغوی غوښتل چې د پنجشنبې په ورځ ۸۳۷ کسان په دار وځړوي، او ما ورته وویل چې تاسو دا کار نشئ کولی، که تاسو دا کار وکړئ نو پایله به یې بده وي... او هغوی دا کار لغو کړ، هیله ده چې د تل لپاره وي."
ټرمپ د امریکایي پوځ د ۲۰۲۵ کال د جون میاشتې "نیمې شپې څټک" عملیات ته په اشارې سره، چې د هغه په وینا د ایران د اټومي وسلو د پراختیا مرکزونه یې "ویجاړ" کړي وو، خبرداری ورکړ چې که رژیم د اټومي وسلو د جوړولو هڅې بیا پیل کړي، نو نور اقدامات به هم وشي.
هغه وویل: "که دوی دا کار وکړي، نو دا به بیا وشي."