د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ترمپ وایي چې د ایران رهبر مجتبي خامنه یي د روان میلادي کال په پیل کې د امریکا – اسرائیل په ګډو عملیاتو کې سخت ټپي شوی وو خو مړ ندی.
نوموړي دا څرګندونې د چهار شنبې په ورځ (اګست ۲۶) د محافظه کارې راډیو په یوه پروګرام کې وکړې.
ولسمشر ټرمپ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:" فکر نه کوم چې هغه دې مړ وي، هغه سخت ټپي شوی وو، د هغه د بدن کیڼ لوری، لاس، پښه، ډیرې برخې، هغه سخت ټپي شوی وو خو فکر نه کوم چې مړ دې وي."
مجتبي خامنه یي د روان میلادي کال د فبروري په اته ویشتمه نیټه، د عملیاتو په لومړي ساعتونو کې د خپل پلار آیت الله علي خامنه یي، تر وژل کیدو وروسته، د هغه ځای ناستی شو. د هغه له ټاکل کېدو یوازې پنځه ورځې وروسته، د امریکا حکومت د نوي رهبر او نهو نورو لوړپوړو چارواکو په اړه د معلوماتو لپاره تر ۱۰ میلیونه ډالرو پورې انعام اعلان کړ.
ولسمشر ټرمپ وویل چې د ایران رهبري (لیونی) وو او ټینګار یې وکړ چې هغوی ته به اجازه ورنکړي چې اټومي وسلې ولري. هغه ویلي وو "موږ نشو کولی ایران ته اجازه ورکړو چې اټومي وسلې ولري. دا هر څه په همدې هدف کیږي، هغوی لیونیان دي او وبه یې کاروي."
په ورته وخت کې ولسمشر ټرمپ ویلي چې د هرمز تنګی خلاص دی او د امریکا پوځ د شپې له خوا له ۲۲ کښتیو سره د دې اوبو له لارې په تېرېدو کې مرسته وکړه او د سهشنبې په ورځ یې له دې لارې لس میلیونه بیرل تېر کړل.
ولسمشر ټرمپ د سه شنبې په ورځ وویل چې د امریکا بحري ځواکونو، د هرمز تنګي په نړیوالو اوبو کې ټول ماینونه لري کړي یا یې چولي دي.
هغه په خپل ټروت سوشل په یوه بل پیغام کې ولیکل، ایران ته خبر ورکړل شوی و چې هره کښتۍ چې د نورو ماینونو د ایښودلو هڅه وکړي ډیر ژر او په سیستماتیک ډول به له منځه یوړل شي.
ولسمشر ټرمپ زیاته کړې چې د فضایي ځواک، په مرسته، د هرمز تنګي په هر انچ څار لري. ټرمپ ویلي دي چې د ماین د ایښودلو په برخې کې هیڅ زغم نشته.
ولسمشر ټرمپ په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې په زرګونو امریکایي پوځیان او د یاد هیواد شاوخوا شل جنګي کښتۍ په سیمه کې دي چې نه یوازې سمندري محاصره یې ټینګه کړې بلکې تجارتي کښتیو ته د تګ راتګ لارښونې کوي.