ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا او کاناډا د سوداګریزې شخړې په تازه پړاو کې ګواښ کړی چې پر کاناډايي موټرو، لاریو، د موټرو پر پرزو او فولادو به تعرفې ۵۰ سلنې ته لوړې کړي. کاناډا یې په ځواب کې د امریکا پر نږدې ۲۰ میلیارد ډالرو توکو د متقابلو تعرفو اعلان کړی دی.
د کاناډا حکومت د سې شنبې په ورځ وویل، دغه تعرفې به له ۱۵ تر ۵۰ سلنې پورې وي او شاوخوا ۷۰۰ ډوله امریکايي توکي، لکه فولاد، المونیم، برېښنايي وسایل، ماشینونه، جامې او یو شمېر خوراکي توکي به په کې شامل وي.
د کاناډا د مالیې وزیر فرانسوا-فیلیپ شامپاین وویل، اوټاوا به د امریکا تعرفو ته «ډالر په ډالر او د تعرفې د کچې په مقابل کې په هماغه کچه» ځواب ورکړي. کاناډا د تعرفو له امله د اغېزمنو کارګرانو او سوداګرو لپاره د څو میلیارد ډالرو مرستندویه بسته هم اعلان کړې ده.
دا اقدام وروسته له هغې کېږي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د شنبې په ورځ د نږدې ۲۰ میلیارد ډالرو په ارزښت پر یو شمېر کاناډايي توکو ۵۰ سلنه تعرفې عملي کړې.
ټرمپ ویلي یې دي چې د ۲۰۲۷ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې به پر کاناډايي موټرو، لاریو، د موټرو پر پرزو او فولادو تعرفې ۵۰ سلنې ته لوړې کړي.
د امریکا د سوداګرۍ استازي جېمیسن ګریر ویلي چې له کاناډا سره اوس مهال نوې سوداګریزې خبرې نه دي پلان شوې او واشنګټن د کاناډا د متقابلو اقداماتو په ځواب کې خپلو اقداماتو ته دوام ورکوي.
یوازې څو ورځې وړاندې د دواړو هېوادونو چارواکو ویلي وو چې یوې سوداګریزې موافقې ته نږدې شوي، خو خبرې په وروستیو پړاوونو کې ناکامې شوې. واشنګټن وايي کاناډا نوې غوښتنې وړاندې کړې او له احتمالي موافقې شاته شوه، خو اوټاوا وايي امریکا په وروستیو شېبو کې داسې شرایط وړاندې کړل چې د کاناډا لپاره د منلو وړ نه وو.
امریکا او کاناډا په کال کې د سلګونو میلیاردونو ډالرو سوداګري لري او په ځانګړي ډول د موټرو او تولید صنعتونه یې له یو بل سره ژور تړلي دي. له همدې امله د تعرفو اوږدېدل د دواړو هېوادونو پر شرکتونو، تولید او مصرفوونکو اقتصادي فشار زیاتولی شي.
تر اوسه د دواړو هېوادونو ترمنځ د نویو سوداګریزو خبرو لپاره کومه نېټه نه ده اعلان شوې.
فورم \ دبحث خونه