ټرمپ یو ځل بیا د افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو پر څرنګوالي نیوکه وکړه

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د طریقې له امله د امریکا پر پخواني ولسمشر جو بایډن او د هغه پر حکومت کلکې نیوکې وکړې او ویې ویل چې امریکا باید د بګرام پوځي اډه نه وای پرېښې.

ټرمپ وویل چې هغه هم د افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو په بهیر کې ښکېل و، خو ټینګار یې وکړ چې که هغه مهال په واک کې وای، نو دا بهیر به یې په «وقار او ځواک» ترسره کړی وای.

د امریکا ولسمشر د سې شنبې په ورځ د جنورۍ په ۲۰مه په سپینه ماڼۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د بګرام پوځي اډه باید نه وای پرېښودل شوې. هغه همدارنګه د طالبانو لاس ته په خورا زیاته اندازه د امریکايي پوځي تجهیزاتو د لوېدلو مسله لوd ناورین وبللو او د دغو تجهیزاتو سره د طالبانو پوځي رسم‌ګذشت یې «شرموونکې رسوایي» وبلله.

د امریکا د دفاع وزارت د عمومي مفتش د هغه راپور له مخې چې په ۲۰۲۲ کال کې خپور شوی، شاوخوا د ۷.۱ میلیاردو ډالرو په ارزښت وسایط او پوځي تجهیزات، چې د افغانستان د پخواني حکومت امنیتي او دفاعي ځواکونو ته سپارل شوي وو، په افغانستان کې پاتې شول او د طالبانو لاس ته ولوېدل.

طالبانو پخوا د بګرام په هوايي اډه کې د امریکایي پوځي تجهیزاتو په کارولو سره پوځي رسم‌ګذشتونه ترسره کړي دي. ټرمپ څو ځله ویلي چې کله د طالبانو په لاس کې امریکايي وسلې، وسایط او تجهیزات ویني نو «سخت په غوسه کېږي».

ولسمشر ټرمپ څو میاشتې وړاندې د بګرام هوايي اډې د بېرته اخیستو پر ټینګار سره په ټروت سوشیل کې ولیکل:

«که افغانستان د بګرام هوايي اډه هغو کسانو ته چې دا یې جوړه کړې، یعنې د امریکا متحده ایالاتو ته، بېرته ورنه کړي، نو بدې پېښې به رامنځته شي.»

ډونالډ ټرمپ تل ویلي چې د بګرام هوايي اډه «له هغه ځایه یوازې یو ساعت واټن لري چې چین پکې اټومي وسلې جوړوي».

د بګرام هوايي اډه چې د کابل ښار شمال ته په ۴۴ کیلومترۍ کې موقعیت لري، افغانستان کې د امریکا د شل کلن پوځي حضور پر مهال د امریکايي او ناټو ځواکونو د قومندانۍ مرکزي قرارګاه وه.

همدارنګه، ددې اډې په زندان کې دننه زرګونه بندیان، په ځانګړي ډول د طالبانو غړي، ساتل کېدل.

امریکايي ځواکونو د ۲۰۲۱ میلادي کال د جولای په دوهمه نېټه د بګرام هوايي اډه تخلیه کړه او هغه یې د افغانستان د پخواني حکومت د دفاع وزارت ته وسپارله.

دا اډه چې په ۱۹۸۰کلونو کې د پخواني شوروي اتحاد له‌خوا جوړه شوې وه، په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو تر ټولو ستره پوځي اډه بلل کېده.

ولسمشر ټرمپ د سې شنبې ورځې په خبري کنفرانس کې د افغانستان څخه د پوځي تخلیې پر مهال د ۱۳ امریکايي سرتېرو وژل کېدل، د امریکا په تاریخ کې «تر ټولو شرموونکې شېبه» وبلله او ویې ویل:

«دا د بایډن د دورې فاجعه وه.»

د افغانستان څخه د پوځي تخلیې د عملیاتو پر مهال، د کابل هوايي ډګر د دروازې ترڅنګ په یوه ځانمرګي برید کې، د امریکايي سرتېرو تر څنګ له ۱۷۰ څخه زیات افغان ملکي وګړي ووژل شول. ولسمشر ټرمپ وویل چې د دې برید «ترهګر عاملین» نیول شوي دي.