ټرمپ، امریکا له ۶۶ نړیوالو سازمانونو څخه وایستله

ولسمشر ډونالډ ټرمپ

ولسمشر ډونالډ ټرمپ لسګونو نړیوالو سازمانونو ته د امریکا ملاتړ، مالي تمویل او ګډون بندوي، د ټرمپ حکومت وايي چې دا سازمانونه او فعالیتونه یې د امریکا په ګټه نه دي.

ولسمشر د چهارشنبې په ورځ یو اجرایي فرمان لاسلیک کړ چې له مخې به یې متحده ایالتونه له ۶۶ سازمانونو، ادارو او کمېسیونونو څخه ووځي. پدې کې ۳۵ نړیوال بنسټونه او ۳۱ د ملګرو ملتونو اړوندې بیلابیلې هغه ادارې شاملې دي چې ددې ادارې په قول د امریکا د ملي ګټو، امنیت، اقتصادي سوکالۍ یا حاکمیت پر ضد فعالیت کوي.

د ولسمشرۍ په یادښت کې ویل شوي چې دا ګام وروسته له هغې اخیستل شوی چې ټولو نړیوالو بین‌الحکومتي سازمانونو، کنوانسیونونو او تړونونو ته بیاکتنه وشوه چې امریکا یې غړې ده، یا پکې ګډون لري او یا یې هم تمویل او ملاتړ کوي.

اجرایي فرمان وایي چې دا “اقدام به د امریکايي مالیه ورکوونکو مالي ملاتړ او ښکېلتیا هغو بنسټونو سره پای ته ورسوي چې نړیوالې اجنداوې د امریکا له لومړیتوبونو څخه پورته بولي، یا مهمو موضوعاتو ته په غیر مؤثر او غیر اغېزناک ډول رسیدګي کوي. دوی وایي د مالیه ورکوونکو پیسې په نورو لارو د اړوندو ماموریتونو د ملاتړ لپاره ښه کارېدلی شي.”

ډېری دا بنسټونه له ملګرو ملتونو سره تړاو لري او د اقلیم، کاریګرو، کډوالۍ او نورو موضوعاتو باندې کار کوي، چې اداره وایي تمرکز یې پر تنوع او د وک یا بیدارۍ په نوم نوښتونو دی.

په لېست کې نور د ملګرو ملتونو نه بغیر سازمانونه هم شامل دي، لکه د ډیموکراسۍ او انتخاباتي مرستو نړیوال انسټیټیوټ، د اتلانټیک همکارۍ مشارکت، او د نړیوال ترهګرۍ ضد فورم.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په یوه بیان کې وویل: “د ټرمپ ادارې موندلې چې دا بنسټونه تکراري دي تر ناسم مدیریت لاندې، غیر ضروري، پیسې ضایع کوونکي، او کمزوري ادارې دي یا د هغو لوبغاړو تر اغېز لاندې دي چې خپلې اجنډاوې زموږ له اجنډاو سره په ټکر کې پر مخ وړي، او یا زموږ د هېواد د حاکمیت، ازادیو او عمومي سوکالۍ لپاره ګواښ ګڼل کیږي.”

په تېرو ۱۱ میاشتو کې، متحدو ایالتونو د روغتیا نړیوال سازمان (WHO)، د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره چې د UNRWA په نوم پېژندل کېږي، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا، او د ملګرو ملتونو د کلتوري ادارې یونسکو (UNESCO) په څېر ادارو ته تمویل بند کړ.

د ولسمشر اجرایي فرمان وایي چې “ډېری دا بنسټونه افراطي اقلیمي تګلارې، نړیواله اداره (ګلوبل ګورننس)، او ایډیولوژیک پروګرامونه ترویجوي چې د امریکا له حاکمیت او اقتصادي ځواک سره په ټکر کې دي.”

په یادښت کې همدارنګه ویل شوي چې د امریکايي مالیه ورکوونکو میلیاردونه ډالر کمه ګټه رسولې ده او “هیڅ واقعي پایلې” نه دي ترلاسه شوي.

فرمان وایي چې له دې سازمانونو څخه وتل نه یوازې د مالیه ورکوونکو پیسې سپموي، بلکې دا سرچینې د “امریکا لومړی” لومړیتوبونو ته بیا متمرکزوي.

سربېره پر دې د امریکا د مالیې وزارت وایي چې د دې ګام د یوې برخې په توګه یې د شین اقلیم بنسټ په نوم ادارې ته خبر ورکړی چې امریکا له دې ادارې وځي.