ټرمپ: که ضرورت شي پولند ته به نور اضافي سرتېري واستوو

ډونالډ ټرمپ چې د چهارشنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې د پولنډ له ولسمشر ولیدل

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، دونالډ ټرمپ، وایي هغه امریکایي سرتېري چې پولند ته استول شوي دي، په هغه هېواد کې به پاتې شي او که ضرورت شي ممکن نور اضافي سرتېري هم ولیږي.

ټرمپ چې د چهارشنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې د پولنډ له نوي منتخب ولسمشر، کارول نیوفراتسکي سره په ګډه د خبریالانو پوښتونو ته ځواب ورکولو، وویل: "که هغوی وغواړي، موږ به نور (سرتېري) هلته ولېږو."

د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت وایي چې اوس شاوخوا ۸۰۰۰ امریکایي پوځیان په پولنډ کې چې د متحدو ایالتونو مهم متحد ګڼل کیږي، مېشت دي. په داسې حال کې چې د روسیې او اوکراین جګړه دوام لري، پولنډ غواړي چې امریکایي سرتېري په هغه هېواد کې پاتې شي چې د روسیې د ګواښونو مخنیوی وکړي.

ډونالډ ټرمپ وویل چې "هغوی به په پولنډ کې پاتې شي" او زیاته یې کړه: "موږ له پولنډ سره یو او موږ به له پولند سره مرسته وکړو چې خپله ساتنه وکړي."

تمه کېده چې ټرمپ او نیوفراتسکي په اوکراین کې د روسیې د جګړې په ګډون په امنیتي مسائیلو خبرې وکړي.

وروسته له هغه چې روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ میاشت کې پر اوکراین یرغل وکړ، پولنډ له کیف سره د ټانګونو او نورو درنو وسلو په ګډون، پراخې پوځي مرستې کړي دي.

ولسمشر ټرمپ د روسیې او او کراین ترمنځ د جګړې په ختمېدو ټینګار کوي. په همدې موخه، ټرمپ تېره میاشت د روسیې له ولسمشر، ولادمیر پوتین سره په الاسکا ایالت کې ولیدل، او له هغې وروسته د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زیلینسکی او د یو شمېر اروپایي مشرانو سره یې په سپینه مانۍ کې ولیدل.

ډونالډ ټرمپ غواړي چې د روسیې او اوکراین ولسمشران له یو بل سره دوه اړخېزه لیدنه وکړي، خو تراوسه پورې دا لیدنه نه ده تنظیم شوې.

ټرمپ د جګړې د پای ته رسېدو په اړه د خپلو هلو ځلو په تړاو خبریالانو ته وویل: "زه ولسمشر پوتین ته پیغام نه لرم. هغه زما په دریځ پوهیږي، او هغه به یوه پرېکړه وکړي ... موږ به یې په اړه یا خپه واوسو او یا به خوشحاله – او که موږ خوشحاله نه وو، تاسو به وګورئ چې مسائیل به پېښ شي."

په اوکراین کې د جګړې په اړه ډونالډ ټرمپ وویل: "د دوهمې نړېوالې جګړې راهیسې، هېڅ شی لکه دا (جګړه) نه دي پېښ شوي." خو زیاته یې کړه چې هغه "د مسائیلو د پای ته رسولو وړتیا" لري.

سپینې ماڼۍ ته د کارول نیوفرتسکي له رسېدو سره سم، یو شمېر امریکایي جنګي الوتکو د سپینې ماڼۍ په سر پرواز وکړ. د دې کار هدف، هغه پولنډي پوځي پیلوټ ته درناوی و چې په اګست میاشت کې د پولنډ په رادوم کې په یوه پېښه کې مړ شو.

وروسته له هغه چې نیوفراتسکي تېره میاشت واک ته ورسېد، دا یو بهرني هېواد ته د هغه لومړی سفر دی. کارول نیوفراتسکي د پولنډ د قانون او عدالت د محافظه کاره ګوند کاندید و او ولسمشر ټرمپ په جون میاشت کې د هغه هېواد د ولسمشریزې ټاکنو مخکې له نیوفراتسکي څخه ملاتړ اعلان کړی و.

ټرمپ د نیوفراتسکي څخه د خپل ملاتړ د پرېکړې په اړه وویل چې "په اړه یې ډېر ویاړم". د پولنډ ولسمشر په ځواب کې د متحدو ایالتونو د مشر له"مرستې او ملاتړ" څخه مننه وکړه.