ولسمشر ټرمپ: د چین سفر 'ستره بریا' وه

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ چین ته له خپل دوه ورځني سفر وروسته د جمعې په ورځ (مې ۱۵) سپینې ماڼۍ کې خبریالانو سره خبرو پر مهال خپل سفر یوه "ستره بریا" وبلله.

ولسمشر ټرمپ له خبریالانو ته په لنډو خبرو کې وویل، بیجینګ ته یې په سفر کې لویې هوکړې کړي دي.

هغه وویل:" دومره به ووایم چې دا یوه لویه بریا وه. موږ غوره قرار دادونه وکړل. موږ غوره سوداګریز قرار دادونه وکړل. موږ غوره روابط لرو. ډیر شیان پيښ شول چې تاسې به یې په اړه واورئ."

ولسمشر ټرمپ چې په رسمي سفر چین ته تللی وو، د چین له ولسمشر شي جینپینګ سره یې د تایوان، ایران او تجارت په اړه په ګڼو مسایلو خبرې وکړي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر په بیجینګ کې د خپل رسمي سفر په وروستۍ ورځ وویل، دواړو لورو ترمنځ نه یوازې پر یو شمیر مهمو مواردو اجماع رامنځ ته شوه بلکې پر ګڼو مواردو هوکړه هم وشوه او ډیر زیات مشکلات هوار شول چې نړۍ او دواړو هیوادونو ته به ډیره ګټه ورسوي.

ولسمشر شي هم څرګنده کړه چې واشنګټن او بیجینګ د سیمه ایزو او نړیوالو مسایلو په اړه د اړیکو او همغږیو د پیاوړي کیدو په برخه کې هوکړې ته ورسېدل. نوموړي وویل دا لیدنه د دوه اړخیز پوهاوي د ودې، د دوه اړخیز باور د زیاتیدو او د دواړو هیوادونو د اوسیدونکو د هوساینې د ښه کولو لپاره ګټوره ده.

ولسمشر ټرمپ له فاکس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې دی د چین له ولسمشر سره ښې اړیکې لري او هغوی د تیرو کلونو په جریان کې ګڼ مشکلات هوار کړي دي.

ولسمشر ټرمپ په هغې میلمستیا کې چې د چین د ولسمشر شي جینپیګ په کوربتوب جوړه شوې وه وویل، دی او ولسمشر شي دواړه له اټومي وسلو پرته ایران او د هرمز تنګي د خلاص پاتې کیدو په اړه یو ډول نظر لري.

بلخوا تایوان په دې ټاپو کې د سولې او ثبات په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دوامداره ملاتړ څخه مننه کړې ده.

د تایوان د ولسمشر ویاندې په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي:" د تایوان او متحدو ایالتونو ترمنځ د وسلو پلور نه یوازې د تایوان د امنیت په اړه د متحدو ایالتونو د ژمنې برخه ده چې په مشخص ډول د تایوان د اړیکو په قانون کې هم ذکر شوی، بلکې د سیمه ایزو ګواښونو په وړاندې د مشترک مخنیوي په توګه هم ګڼل کیږي."

دا له ۲۰۱۷ کال وروسته چین ته د امریکا د یو ولسمشر رسمي سفر دی. د وروستي ځل لپاره ټرمپ په ۲۰۱۷ کال کې یاد هیواد ته سفر کړی وو. ټرمپ خپل چینایي سیال ته بلنه ورکړه چې د سپټمبر میاشتې په ۲۴ واشنګټن ته راشي. هغه وویل دې سفر ته ډیر لیوال دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت هم د جمعې په ورځ تایید کړه چې ولسمشر شي به د روان کال په مني کې متحدو ایالتونو ته په رسمي سفر ولاړ شي.