د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: شي غواړي د ایران سره توافق وشي

CHINA-USA/
CHINA-USA/

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د چین ولسمشر شي جین پینګ غواړي د ایران په اړه یوه معامله وشي، او که اړتیا وي، چین چمتو دی چې د ډیپلوماسۍ په برخه کې مرسته وکړي. ټرمپ وايي، واشنګټن او بیجینګ موافق دي چې ایران باید اټومي وسلې ونه لري او د هرمز تنګی باید د نړیوالې انرژۍ او سوداګرۍ لپاره خلاص پاتې شي. خو ایران وايي، د امریکا له لوري متضاد پیغامونه تهران د واشنګټن د اصلي نیتونو په اړه شکمن کړی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بیجینګ کې له خپل چینايي سیال شي جینپینګ سره تر خبرو وروسته، د ایران موضوع ته مستقیمه اشاره وکړه. ټرمپ وویل، شي جینپینګ غواړي چې د ایران په اړه یوه معامله وشي، او که چین مرسته کولی شي، بیجینګ چمتو دی رول ولوبوي.

د امریکا ولسمشر وایې: “ولسمشر شي غواړي چې یوه معامله وشي. هغه غواړي چې توافق وشي. هغه وړاندیز هم وکړ او ویې ویل: که زه هر ډول مرسته کولای شم، غواړم پکې برخه واخلم.”

ټرمپ وویل، چین چې له ایران څخه ډېر تېل اخلي، له تهران سره خامخا یو ډول اړیکه لري. د ده په وینا، همدا اقتصادي اړیکه چین ته دا توان ورکوي چې د ایران په موضوع کې اغېزمن رول ولوبوي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ زیاته کړه: “هر څوک چې دومره ډېر تېل اخلي، ښکاره ده چې له هغه سره یو ډول اړیکه لري. خو هغه وویل، زه خوښ یم چې مرسته وکړم، که هر ډول مرسته کولای شم.”

ټرمپ په همدې مرکه کې پر ایران فشار هم زیات کړ او ویې ویل چې د تهران په وړاندې یې صبر محدود دی. هغه وویل، ایران باید ژر یوې معاملې ته ورسېږي.

د ټرمپ له خبرو وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم ویلي چې واشنګټن له چین غواړي پر ایران خپل نفوذ وکاروي.

روبیو ټینګار کړی چې د هرمز تنګي تړل کېدل د چین په خپله ګټه هم نه دي، ځکه چین د منځني ختیځ د انرژۍ لوی پېرودونکی دی.

د روبیو په وینا، د هرمز تنګی د ایران شخصي ملکیت نه دی، او د دې لارې هر ډول بندېدل د چین په ګډون د انرژۍ پر لویو واردوونکو هېوادونو مستقیم اغېز کوي.

د امریکا د سوداګرۍ استازي جیمیسن ګریر هم ویلي، چین غواړي د هرمز تنګی له محدودیتونو، محصول، یا پوځي کنټرول پرته خلاص شي.

د ګریر په وینا، واشنګټن باور لري چې بیجینګ به هڅه وکړي ایران ته د مادي ملاتړ د محدودولو په برخه کې اقدام وکړي.

خو په همدې وخت کې، ټرمپ دا هم ویلي چې ښايي پر هغو چینايي شرکتونو بندیزونه نرم یا لرې کړي چې له ایران څخه تېل اخلي.

د چین رسمي دریځ بیا تر ډېره محتاط پاتې شوی. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا جګړه چې باید هېڅکله نه وای پېښه شوې، د دوام لپاره هېڅ دلیل نه لري.

بیجینګ د کړکېچ د کمېدو، خبرو، او د سمندري لارو د خلاصېدو غوښتنه کوي، خو تر اوسه یې په ښکاره توګه نه دي ویلي چې پر تهران به سخت فشار راوړي.

شنونکي هم وايي، که څه هم ټرمپ د چین د مرستې خبره کوي، خو لا داسې نښې کمې دي چې شي جینپینګ دې چمتو وي پر تهران مستقیم او سخت فشار واچوي. د رویترز په یوه تحلیلي راپور کې هم راغلي چې د ټرمپ د بیجینګ سفر له ګرمو خبرو سره سره، تر اوسه د امریکا او چین په اړیکو کې د کوم ستر بدلون نښه نه ښکاري.

له بلې خوا، ایران د واشنګټن پر دریځ شک څرګندوي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، د امریکا له لوري متضاد پیغامونه تهران د واشنګټن د اصلي نیتونو په اړه محتاط کړی دی.

عراقچي:“بله ستونزه، لکه څنګه چې مې وویل، متضاد پیغامونه دي. همدا موږ د دغو خبرو په اړه د امریکایانو د اصلي نیتونو په هکله محتاط کړي یو.”

د هرمز تنګي په اړه عراقچي وايي، مني چې په هرمز تنګي کې وضعیت پېچلی دی، خو وايي ایران هڅه کوي بېړۍ په خوندي ډول تېرې شي.

عراقچي: “په هرمز تنګي کې وضعیت اوس ډېر پېچلی دی، او موږ هڅه کوو چې بېړۍ په خوندي ډول تېرې شي. هر څه به هغه وخت بېرته عادي حالت ته وګرځي، کله چې د تېري عمل په بشپړه توګه پای ته ورسېږي.”

عراقچي د بیجینګ رول رد نه کړ. هغه وویل، چین پخوا هم د ایران او سعودي عربستان د اړیکو د بیا پیل په برخه کې مرسته کړې وه، او تهران د ډیپلوماسۍ لپاره د چین هر اقدام ته هرکلی وايي.

د هرمز تنګی لا هم د دې بحران مرکزي ټکی دی. دا تنګی د نړۍ د انرژۍ له مهمو سمندري لارو څخه دی، او د دې لارې هر ډول بندېدل یا محدودېدل د تېلو پر بیو، نړیوالې سوداګرۍ او د سیمې پر امنیت مستقیم اغېز کوي.

د وروستیو راپورونو له مخې، د هرمز له لارې د بېړیو تګ راتګ لا هم د جګړې تر مخکې عادي کچې ته نه دی رسېدلی. همدارنګه، د عمان او متحده عربي اماراتو شاوخوا د بېړیو د بریدونو او نیونو راپورونو اندېښنې زیاتې کړې دي.

داسې ښکاري چې د چین رول د دې بحران په منځ کې ډېر مهم شوی دی. واشنګټن چین ته د ایران د تېلو د لوی پېرودونکي او د تهران د مهم اقتصادي شریک په سترګه ګوري، او تمه لري چې بیجینګ پر تهران خپل نفوذ وکاروي. خو تهران چین ته د یوه احتمالي ډیپلوماټیک شریک په توګه ګوري، نه د امریکا د فشار د وسیلې په توګه.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG