ټرمپ: د امریکا او نایجریا په ګډو عملیاتو کې د داعش جګپوړی مشر ووژل شو

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د متحدو ایالتونو او نایجیریا په ګډو نظامي عملیاتو کې د داعش د یوه جګپوړي غړي د وژل کیدو خبر ورکړی دی.

ولسمشر ټرمپ د ټروت سوشل په یوه پیغام کې دا کس"ابو بلال المینوکي، د نړۍ په کجه د داعش دويم نمبر کس بللی دی" او زیاته کړې یې ده: "نن شپه زما په امر، زړه ورو امریکایي او نایجیریایي ځواکونو، د جګړې له ډګر څخه د نړۍ تر ټولو فعال ترهګر د له منځه وړلو لپاره له کوم مشکل پرته پیچلي او ډیر دقیق عملیات ترسره کړل."

ولسمشر ترمپ په خپل پیغام کې لیکلي، دې کس" فکر کاوه چې کولی شي په افریقا کې پټ شي، خو نه پوهیده موږ داسې سرچینې لرو چې د هغه د کارونو په اړه موږ په جریان کې ایږدي."

ولسمشر ټرمپ په دې پیغام کې زیاته کړېده:"هغه ( المینکي) به نور د افریقا خلک ترور نکړي او نه به د امریکایانو د نښه کولو لپاره پروګرامونه جوړ کړي."

د ولسمشر په دې پیغام کې زیاته شوې ده چې د داعش ددغه جګپوړي مشر په له منځه تلو سره، په نړۍ کې د داعش د عملیاتو کچه ډیره کمه شوېده.

ټرمپ ددغو عملیاتو مشخص ځای ندی ښودلی خو د نایجیریا د حکومت څخه یې په دې ماموریت کې د همکارۍ له امله مننه کړېده.

د رویټرز د راپور له مخې، المینوکي د نایجیریا تبعه وو چې په ۲۰۲۳ کال کې "په خاص ډول د تحریم شویو نړیوالو ترهګرو" په لست کې ورزیات شوی و.