د متحدو ایالتونو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ وایي چې د ایران تر ماتې وروسته به هرمز تنګی د متحدو ایالتونو یو قلمرو اعلان کړي.
نوموړي دغه څرګندونې د جمعې په ورځ (اګست ۱۴) د نیویارک ایالت په لانګ آیلند کې د خپلو ګڼ شمیر مینه والو ترمنځ د وینا پرمهال وکړې.
ولسمشر ټرمپ وویل: "وروسته له هغه چې موږ د ایران ماته ورکړل بشپړ کړو چې اوس مهال له ډیرې بدې ماتې سره مخ دی ډېر ژر به زه د هرمز تنګی د متحده ایالاتو قلمرو اعلان کړم. زموږ محاصره پر ځای پاتې ده. زموږ د غوښتنې پرته هیڅ کښتۍ نشي تیریدلی. "
ولسمشر ټرمپ په دې غونډه کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې متحده ایالات نغواړي چې ایران اټومي وسلې ولري.
د هرمز تنګي په تړاو ولسمشر ټرمپ په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې نوموړي څو ورځې وړاندې ایران د درواغو په ویلو تورن کړ او ویلي یې دي چې پر یاد هیواد (ایران) باور نلري.
ولسمشر ټرمپ د سه شنبې په ورځ (اګست ۱۱) له اوهایو ایالت څخه واشنګټن ډی سي تر راستنیدو وروسته د خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې ایران په دوامدار شکل درواغ ویلي دي.
ولسمشر ترمپ وویل: "زه پر ایران اعتماد نلرم، ولي؟ آیا تاسې وایاست چې زه پر ایران باور لرم؟ زه وروستی کس یم چې پر ایران باور کوم. هغوی ماته په دوامدار شکل درواغ ویلي دي."
ولسمشر ټرمپ وویل ایران نور د منځني ختیځ زورواکي یا بدماش ندی او نه هم د هرمز پر تنګي کنټرول لري، ولسمشر وویل چې د هرمز تنګي بشپړ کنټرول د متحده ایالاتونو سره دی او د ایران د بنادرو او نفتي تاسیساتو ټینګه محاصره دوام لري.
ولسمشر ټرمپ او امریکايي پوځیان د ایراني بندرونو روانه سمندري محاصره، " د پولادو دیوال" ته ورته بولي.
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د ټروت سوشیل په ټولنیزې شبکې کې ولیکل چې امریکا به پر هرمز تنګي خپل حاکمیت وساتي.
ولسمشر ټرمپ په داسې حال کې د هرمز تنګي په تړاو تازه څرګندونې کوي چې منځګړي هیوادونه هڅه کوي واشنګټن او تهران بیرته د خبرو میز ته راکاږي.
متحدو ایالتونو او ایران د روان کال د جون میاشتې په څوارلسمه نیټه د جګړې د ختمیدو او د هرمز تنګي د خلاصیدو په هدف یو هوکړه لاسلیک کړ خو د ایران له خوا د هرمز په تنګي کې پر یو شمیر کښتیو د برید وروسته، متحدو ایالتونو بیرته د هغه هیواد په جنوب کې پر یو شمیر اهدافو بریدونه پیل کړل.
ولسمشر ټرمپ وایي د پوځي اقدام پر ځای د یوې هوکړې ترلاسه کیدل غوره بولي.