ټرمپ: د امریکا او ایران ترمنځ د ډزو د تبادلې سره سره اوربند روان دی

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د امریکايي او ایراني ځواکونو ترمنځ د ډزو د تبادلې سره سره د دواړو خواو ترمنځ اوربند روان دی.

ایران تېره ورځ پنجشنبه (مۍ اومه) د هرمز په تنګي کې د متحدو ایالتونو په دریو جنګي بېړیو برید وکړ، چې د ولسمشر ټرمپ په وینا د امریکا ځواکونو سخت ځواب ورکړ.

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې د امریکا په دریو جنګي بېړیو باندې، چې د هرمز له تنګي څخه تېرېدې، برید شوی دی.

هغه وویل: «جنګي بېړیو ته هېڅ زیان نه دی رسېدلی او هېڅوک هم ژوبل شوی نه دی، خو هغوی په موږ ډزې کولې. له همدې کبله، موږ هم پرې ډزې وکړې. او زموږ ډزې د هغوي په پرتله ډېرې غښتلې وې او هغوی مو سخت وځپل.»

د متحدو ایالتونو د ځواکونو مرکزي قومنداني (سنټکام) وايي چې د امریکا دا درې جنګي بېړۍ د هرمز له تنګي څخه د عمان خلیج ته روانې وې چې پرې برید وشو. سنټکام وايي چې جګړه نه غواړي، خو د امریکايي ځواکونو د دفاع لپاره چمتو دي.

ایران په متحدو ایالتونو باندې تور لګولی دی چې اوربند یې مات کړی او ډزې یې کړې دي.

په همدې حال کې له ولسمشر ټرمپ څخه وپوښتل شول، چې ایا لا هم له ایران سره اوربند روان دي؟

هغه ځواب ورکړ: «هو، همداسې ده. هغوی موږ له پامه وغورځولو. موږ ووېشتل. هغوی له پامه وغورځولو، زه یې بې توجه يي بولم. که اوربند نه وي، درته به یې ووایم. که اوربند نه وي، ضرور نه ده چې تاسو خبریاست. تاسو به یې وګورئ چې لویه لمبه به له ایران څخه پورته شي، او غوره ده چې ژر تر ژره خپل تړون لاسلیک کړي.»

د ایران د ځواب انتظار

ولسمشر ټرمپ داسې مهال په ایران فشار راوړي چې تړون لاسلیک کړي، چې د العربیه تلویزون د یو پاکستاني مقام په حواله راپور ورکړی، چې ممکن تهران د واشنګټن د سولې د وړاندیز په اړه د پاکستان په واسطه ځواب ووايي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په ایټالیا کې ویلي دي چې واشنګټن باید نن د دغه وړاندیز په اړه د ایران ځواب ترلاسه کړي.

د ایران د تسنیم خبري اژانس د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په حواله راپور ورکړی دی، چې تهران دا ارزوي چې څنګه ځواب ورکړي. روبیو هیله کړې چې د ایران ځواب داسې وي، چې دواړه خواوې جدي مذاکراتو ته وبولي.

هغه وویل: «ښه، نن باید یو څه خبر شو. هدف مې دا دی چې موږ د هغوی د ځواب تمه لرو. وبه ګورو چې په دغه ځواب کې څه شامل دي. هیله ده چې دا ځواب موږ د مذاکراتو یو جدي پړاو ته داخل کړي. تېره شپه مو ځینې راپورونه ولیدل چې ایران د هرمز په تنګي کې د تګ راتګ د کنترول یوه اداره جوړه کړي او یا یې د جوړولو هڅه کوي، چې واقعآ د منلو نه ده. هدف مې دا دی چې موږ په نړیوالو سمندري لارو کې د هغوی د کنترول عادي کول هم ناقانونه او هم نه منل کېدونکي ګڼو. »

په ایران باندې د متحدو ایالتونو او اسرائیل له څلوېښت ورځنیو عملیاتو وروسته، دواړو خواو اوربند وکړ. په همدې لړ کې امریکایي او ایراني استازو په اسلام اباد کې د پاکستان په منځګړتوب د سولې مذاکرات هم وکړل، چې بې نتیجې و.

راپورونه وايي چې دواړو خواو د پاکستان په واسطه د جګړې د ختمولو لپاره یو بل ته خپلې طرحې سپارلې دي.

روبیو همدغه راز، تېره ورځ د هرمز په تنګي کې دامریکایي او ایراني ځواکونو ترمنځ د ډزو تبادلې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې په امریکایانو باندې به د میزایلو بریدونه بې ځوابه پاتې نه شي.