د لاس رسي وړ اتصالات

واشنګټن د اسرائیل او لبنان ترمنځ د مذاکراتو د دریم پړاو کوربه‌توب کوي

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت چارواکو د جمعې په ورځ، (د می په ۸مه) تایید کړه چې اسرائیل او لبنان به راتلونکې اونۍ په واشنګټن کې د مستقیمو خبرو اترو دریم پړاو ترسره کړي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د امریکا استازي به د می په ۱۴-۱۵مه د امریکا په منځګړیتوب د هڅو د یوې برخې په توګه سره وګوري ترڅو د دوی ترمنځ د دوامداره اوربند او د سولې احتمالي تړون رامنځته شي.

یو اسرائیلي چارواکي هم تایید کړې چې د لبنان سره د خبرو اترو دریم پړاو به راتلونکې پنجشنبه او جمعه په واشنګټن کې وشي.

د اسراییلو او لبنان سفیرانو د اپریل په ۱۴مه او ۲۳مه د امریکا په منځګړیتوب دوه ځله خبرې اترې وکړې، چې د اپریل په ۸مه د امریکا او ایران د اوربند وروسته د اسرائیلو او حزب الله ترمنځ د اونیو نښتې پای ته ورسیدې.

ټاکل شوی وه چې د لبنان ولسمشر جوزف عون د خبرو اترو په جریان کې د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره هم وګوري، خو بیروت د امریکا د فشار په وړاندې مقاومت کړی دی.

ښاغلي عون ویلي، مخکې لدې چې دواړه خواوې یو امنیتي هوکړې ته نه وي رسیدلې او اسراییل په لبنان کې خپل بریدونه درولي نه وي، دا ډول غونډه به مناسبه نه وي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تیره میاشت وویل چې هغه په سپینه ماڼۍ کې د نتنیاهو او جوزف عون کوربه توب ته سترګې په لار دی او دا یې د دواړو هیوادونو لپاره سږکال د سولې تړون ته د رسیدو لپاره "لوی فرصت" وبللو.

اسرائیل او لبنان رسمي ډیپلوماټیکې اړیکې نلري، او اسرائیل د اوږدې مودې راهیسې حزب الله ته د ایران د "نیابتي" ډلې په توګه ګوري. د اسرائیل سره د خبرو اترو اړخ حزب الله نه بلکې د لبنان حکومت دی.

د اسراییلو پوځ د اوربند برسیره، په خپل لومړي هوایی برید کې د چهارشنبې په ورځ د بیروت سویلي څنډې په نښه کړې. اسرائیل وویل چې د برید موخه د حزب الله سره تړلي د رضوان د ځانګړي ځواکونو د یو لوړ پوړي قوماندان د له منځه وړل و.

د لبنان د روغتیا وزارت، د جنګیالیو او ملکي وګړو ترمنځ د توپیر پرته، ویلي چې د مارچ په دویمه نیټه د جګړې له پیل راهیسې څه باندې ۲،۷۱۵ کسان وژل شوي او ۸،۳۵۳ ټپیان شوي دي. اسرائیل بیا په دې موده کې د دوو ملکي وګړو او ۱۷ اسرائیلي سرتیرو د مړینې راپور ورکړی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG